د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي د سولې ریښې یا (‏Roots of Peace‏) مؤسسې د ‏سوداګریزې آتشې سره ولیدل ‏

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي شفیق الله عطايې او د اتاق د ‏عامل پلاوي اداري او مالي مرستیال ښاغلي میرویس هوتک د سولې ریښې مؤسسې د سوداګریزې آتشې ‏سره د لیدنې په ترڅ کې د سوداګریزو اړیکو په پرختیا، د صادراتو په زیاتوالي او ګډې همکارۍ خبرې ‏اترې وکړی. ‏
 
ښاغلي عطايې د سولې ریښې مؤسسې سوداګریزې آتشې ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د اتاق د خدماتو ‏په اړه مالومات وړاندی کړل او زیاته يې کړه چې د سوداګریزې پراختیا او اقتصادي لوړتیا په موخه، اتاق ‏د سیمې او نړۍ له هېوادونو سوداګریزې ناستې او سیمه ایز او نړیوال نندارتونونه په لاره اچوي. ‏برسیره پردی، سوداګرو ته د ویزو په ترلاسه کولو کې لازمې آسانیتاوې رامنځته کول، د صادراتو او ‏وارداتو په برخه کې د سوداګرو شتو ستونزو او ننګونو ته د حل لارو پیداکول، د محصولاتو لپاره د اصل ‏تصدیق وړاندی کول او د د دولت د اړونده ادارو سره د سوداګرو ستونزې شریکول او د له منځه وړلو په ‏برخه کې يې کوټلي ګامونه پورته کول د اتاق د خدماتو له جملې څخه دي. ‏
 
د سولې ریښې مؤسسې استازیو وویل "د سوداګریزې پراختیا او اقتصادي لوړتیا رامنځته کولو په موخه ‏موږ هڅه کوو چې د افغانستان د زراعتي محصولات لکه؛ مساله جاتو، جلغوزو او نورو نوو محصولاتو ‏لپاره په روسیه، سعودي عربستان، هندوستان او نورو هېوادونو کې بازار موندنه وکړو."‏
 
دوی زیاته کړه "د پانګه ایزو فعالیتونو د ډیروالي او اقتصادي پراختیا په موخه، موږ په پلان کې لرو چې ‏د سوداګریزو زدکړو یو مرکز جوړ او له لارې يې سوداګرو او په سوداګرۍ کې لیواله خلکو ته د غذايې ‏خوندیتوب، اقتصادي پلان لیکنې، د محصولاتو د زیاتوالي، او بزګرانو ته د ښه کښت کرلو او ښه پیداوار ‏لاس ته راوړلو تر عناوینو لاندی روزنیزې برنامې په لاره واچوو. برسیره پردی، موږ د سیمې او نړۍ ‏په کچه سوداګریز نندارتونونه په لاره اچوو او په دی برخه کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق ‏مرستې او همکارۍ ته اړیتا لرو."‏
 
د غونډې په پای کې ښاغلي عطايې او ښاغلي میرویس هوتک د خصوصي سکتور په استازیتوب د اتاق د ‏هرډول همکاریو ژمنې کولو ترڅنګ، د تفاهم لیک لاسلیکول اړین وبلل.‏