د افغانستان د درملو د سراسري اتحاديې ټاکنې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق تر څارنې لاندی په بلخ ولایت کې ترسره شوې

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق سوداګریز مرستیال ښاغلي خیرالدین مایل احمدي د افغانستان د درملو د سراسري اتحاديې له عمومي رئیس ښاغلي اسدالله کاکړ او د درملو له تولیدوونکو او واردوونکو سره د بلخ په ولایتي اتاق کې د لیدنې په ترڅ کې د کورنیو تولیداتو په لوړتیا او شتو ستونزو خبرې اترې وکړی.
 
په دی ناسته کې ښاغلي احمدي ښاغلی کاکړ او نورو سوداګرو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنک، هغوی د اتاق غړیتوب اخستلو ته وهڅول او د شتو ستونزو د له منځه وړلو په برخه کې د اتاق د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه.
 
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق سوداګریز مرستیال ښاغلي خیرالدین مایل احمدي د افغانستان د درملو د سراسري اتحاديې له ټاکنو څخه چې د بلخ په ولایت کې ترسره شوې، څارنه وکړه.