د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د پاکستان پارلماني پلاوي سره ولیدل

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د اتاق د دارالانشاء رئیس ښاغلي خان محمد سرفراز باز، د مدیره پلاوي غړیو هر یو خان جان الکوزي او احمد ضیاء عظیمي شینوزاده او د اتاق د عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي شفیق الله عطايې د پاکستان پارلماني پلاوي غړیو هر یو ښاغلي شیخ یعقوب، آغلې شاندانه ګلزار، آغلې نفیسه خټک، ښاغلي ګل داد خان، او د پاکستان پارلماني چارو اجرائیوي منشي ښاغلي سلمان بیک سره د اتاق په مرکزي دفتر کې د لیدنې په ترڅ کې په سوداګریزو اړیکو په پراختیا او شتو ننګونو او فرصتونو په اړه خبرې وکړی.
 
ښاغلي مهمند د پاکستان پارلماني پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو تر څنګ، وویل "د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ او ټرانزیټ په لاره کې د شتو ستونزو او ننګونو د له منځه وړلو یوه لاره هم د (اپټا) تړون په عادلانه ډول تطبیق دی. د سوداګریزو اړیکو پراختیا او کلکوالې نه یواځې دا چې د دواړو هېوادونو په سوداګرۍ او ټرانزيت مثتبې اغیزې لري بلکه د دواړو هېوادونو د اقتصادي ثبات سبب هم ګرځي."
 
ښاغلي الکوزي د اپټا تړون د تطبیق په ساده کولو او د لازمو آسانیتاوو په رامنځته کولو د ټینګار کولو تر څنګ، وویل"په هره اندازه چې د دواړو هېوادونو دوستانه اړیکې زیاتې شي په هماغه اندازه سوداګریزې او ټرانزیټي ستونزې راکمیږي."
 
ښاغلي خان محمد سرفراز باز هیله څرګنده کړه، چې د دواړو هېوادونو د استازیو ګډې هڅې به د ستونزو د له منځه تلو او د سوداګرۍ د پراختیا سبب شي.
 
نوموړي د پاکستان پارلماني پلاوي څخه د افغان سوداګرو سوداګریزو وسایطو په تړاو د دیمریج پولي موضوع د حل غوښتنه وکړه او ټینګار يې وکړ چې پاکستان باید دافغان سوداګرو ستونزو ته په نوموړي هېواد کې د پای ټکې کیږي او لازمې آسانتیاوې ورته رامنځته کړي.
 
ښاغلي عطايې د ګډو نندارتونونو د په لاره اچول، د سوداګریزو پلاوو تګ راتګ، د سوداګریزو کنفرانسونو دایرول او د افغان – پاک ګډ اتاق ثبات په سوداګریزو اړیکو کې د پراختیا او د اقتصادي لوړتیا لاملونه وبلل او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې په همکارۍ او همغږۍ ټینګار وکړ.
 
ښاغلي شیخ یعقوب وویل "د سوداګریزو او ټرانزیټي ستونزو پنځوس سلنه حل د اپټا تړون په تطبیق پوری تړلی دی. د پاکستان دولت د ویزو په صادرولو کې لازمې آسانتیاوې رامنځته کړي او هڅه کوي چې افغان سوداګرو ته د بانکي حسابونو جوړولو په برخه کې ګړندي ګامونه پورته کړي.
 
آغلې شاندانه ګلزار د اپټا تړون په بیا کتنې د ټینګار ترڅنګ، د سوداګریزو او ټرانزیټي ستونزو د له منځه وړلو په برخه کې د پارلماني پلاوي د همکارۍ غوښتنه وکړه.