د وچې میوې او رخت سوداګرو خپلې ستونزې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي سره شریکې او د له منځه وړلو په برخه کې يې د همکارۍ غوښتنه وکړه

د وچې میوې او رخت یو شمیر سوداګرو خپلې ستونزې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي له لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند سره شریکې او د له منځه وړلو په برخه کې يې د اتاق د همکارۍ غوښتنه وکړه.
 
د رخت واردوونکو د چین د ویزې اخستلو او ټرانسپورټي ستونزې او د وچې میوې صادروونکو د ثبت مرکزي دفتر او فکري مالکیتونو ریاست اړونده ستونزې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند سره شریکې او د له منځه وړلو په برخه کې يې د اتاق د همکارۍ غوښتنه وکړه.
 
ښاغلي مهمند د رخت او وچې میوې سوداګرو د ستونزو له اوریدو وروسته ژمنه وکړه، چې ددوی ستونزې به په کابل کې د چین سفارت او د اړونده حکومتي ادارو سره شریکې او د له منځه وړلو په برخه کې به يې خپلې هیڅ ډول مرستې ونه سپموي.