د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس د افغانستان د سوداګرو او پانګه اچوونکو د اتحاديې له خوا د نوموړي د قدر وړ هڅو په پار وستایل شو

د افغانستان د سوداګرو او پانګه اچوونکو اتحاديې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس ښاغلي توکل احمدیار ته د خصوصي سکتور د لوړتیا، د سوداګرۍ د پراختیا او د پانګه اچوونکو د ملاتړ په برخه کې د نوموړي د قدر وړ هڅې هغه ته د ستایلنلیک په ورکولو سره وستایلې.

د افغانستان د سوداګرو او پانګه اچوونکو اتحاديې غړو ښاغلی توکل احمدیار د خصوصي سکتور ملاتړی وباله او په ځانګړی توګه د سوداګریزو او پانګه ایزو چارو د لا پراختیا په برخه کې يې د نوموړي کوټلي ګامونه د قدر وړ وبلل.

د افغانستان د سوداګرو او پانګه اچوونکو اتحاديې د مشرتابه پلاوي غړیو هر یو ډاکټر هادي فرهنګ او نجیب الله عمبر د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس ته په ستاینلیک ورکولو نوموړی ونازاوه.