د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د روسيې د تاتارستان ایالت د سوداګرو سره ولیدل

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د اتاق ‏د دارلانشاء رئیس ښاغلي خان محمد سرفراز باز، د مدیره پلاوي غړیو هر یو ښاغلي خان جان الکوزي او ‏ښاغلي احمد ضیاء عظیمي شینوزاده او د اتاق د عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي شفیق الله عطايې د ‏روسيې د تاتارستان ایالت د سوداګرو سره د لیدنې په ترڅ کې د سوداګریزو اړیکو پراختیا او په دواړو ‏هېوادونو کې د شتو پانګه ایزو فرصتونو په اړه خبرې اترې وکړی. ‏
 
ښاغلي مهمند د تاتارستان سوداګرو ته د ښه راغلاست ویلو تر څنګ، وویل چې افغانستان د روسي ‏سوداګرو او پانګه اچوونکو لپاره د ټالک ډبرو، د معدنونو د استخراج، اوبلن ګاز، د انځرو او ممیزو او ‏ځینو نورو محصولاتو په برخه کې د پانګه اچوونې لپاره تر ټولو ښه ځای دی او دا چې روسیه او ‏افغانستان باید خپلو سوداګریزو اړیکو ته لا ډیره پراختیا ورکړي. ‏
 
ښاغلي الکوزي وویل چې افغان سوداګر د ویزې ترلاسه کولو او ګمرکي محصولاتو په برخه کې د یو لړ ‏ستونزو او ننګونو سره مخ دي او د تاتارستان د اړونده ادارو سره په همغږۍ باید دی ستونزو ته د پای ‏ټکې کیښودل شي. ‏
 
ښاغلي عطايې وویل " د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق په بشپړه توګه تیار دی چې د تاتارستان ‏سره قانوني سوداګري د یو تفاهملیک په رڼا کې پیل او د دواړو هېوادونو سوداګریزو اړیکو ته د پراختیا ‏بخښلو تر څنګ؛ یو د بل سره د صادراتو او وارداتو لړۍ ځواکمنه او ډیره کړي.‏
‏ ‏
د ناستې په پای کې، روسي سوداګرو په افغانستان کې د پانګه اچوونې په اړه د خپلې لیوالتیا څرګندولو تر ‏څنګ، ډاډ ورکړ چې تاتارستان به په نږدی راتلونکي کې په افغانستان کې یو سوداګریز مرکز جوړ او ‏افغان سوداګر به وکولی شي د خوښې وړ محصولات د روسيې څخه وارد کړي.‏