د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د افغانستان د کارګرو ملي اتحاديې له عمومي رئیس سره ولیدل

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس ښاغلي توکل احمدیار، د اتاق د مدیره پلاوي غړي ښاغلي خان جان الکوزي او د اتاق سرپرست عامل رئیس ښاغلي شفیق الله عطايې د افغانستان د کارګرو ملي اتحاديې له عمومي رئیس ښاغلي عبدالمعروف قادري سره د لیدنې په ترڅ کې په خصوصي سکتور او د سوداګرۍ په ډګر کې د شتو ستونزو او ننګونو په اړه خبرې اترې وکړی.
 
ښاغلي احمدیار د دواړو ادارو ترمنځ د اړیکو په پراختیا او کارګرو ته د لازمو آسانتیاوو په برابرولو د ټنګار تر څنګ، زیاته کړه چې دواړه ادارې د ګډې همکارۍ او همغږۍ په پایله کې کولی شي د هېواد د اقتصادي لوړتیا سبب وګرځي.
 
ښاغلي خان جان الکوزي د اتاق او د کارګرو د ملي اتحاديې ترمنځ اړیکې ډیرې نیکې وبللې او زیاته يې کړه چې دواړو ادارو سوداګرو او کارګرو ته د لازمو آسانتیاوو په برابرولو کې کوټلي ګامونه پورته کړي دي او دی کار ته به په راتلونکي کې هم دوام ورکوي.
 
ښاغلي شفیق الله عطايې د دواړو ادارو په همکارۍ او سوداګرو ته د لازمو آسانتیاوو په برابرولو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې اتاق ژمن دی چې د کارګرو د ملي اتحاديې سره د هېواد د اقتصادي پراختیا او سوداګرو ته د لازمو آسانتیاوو برابرولو په ګډ کار وکړي.
 
ښاغلي قادري وویل "لکه څنګه چې په تیر وخت کې دواړو ادارو کارګرو او سوداګرو ته د لازمو آسانتیاوو په برابرولو کې کوټلي ګاموته پورته کړي دي، لا ډیرې هڅې به وکړي تر څو په هېواد کې کاري فرصتونه رامنځته او د هېواد په اقتصادي لوړتیا کې اړین رول ولوبوي.