د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال د افغانستان لپاره د تاجکستان سفیر سره ولیدل

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند د افغانستان لپاره د تاجکستان سفیر ښاغلي سعدي شریفي سره د لیدنې په ترڅ کې د دواړو هېوادونو د سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو د پراختیا په اړه خبرې اترې وکړی.
 
په دی ناسته کې، ښاغلي مهمند د ښاغلي سعدي شریفي سره د سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو پراختیا، د تاجکستان له لارې د روسيي فدراتیف ته د ټرانزیټ، د همکارۍ تفاهم لیک لاسلیک او د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګریزو ناستو په اړه خبرې وکړی او په دی برخه کې يې د تاجکستان سفارت د همکارۍ غوښتنه وکړه.
 
ښاغلي سعدي شریفي افغانستان خپل دوست او د ګډ فرهنګ او تاریخ لرونکې هېواد وباله او د سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو پراختیا يې د دواړو هېوادونو په ګټه وبلله. نوموړي ژمنه وکړه چې د تاجکستان سفارت به د دواړو هېوادونو د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پراختیا په برخه کې خپلې هیڅ ډول مرستې ونه سپموي.