د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د ولسي جرګې له لمړي مرستیال او یو شمیر ‏وکیلانو سره وکتل

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي لمړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د اتاق د ‏مدیره پلاوي د دارالانشاء رئیس ښاغلي خان محمد سرفراز باز، د مدیره پلاوي غړي ښاغلي خان جان ‏الکوزي، د کابل د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لمړي مرستیال ښاغلي احمد شاه حکیمي، د ولسي جرګې ‏لمړي مرستیال ښاغلي احمد جاوید جیحون سره د لیدنې په ترڅ کې هغه ته د نوی دندې په پار مبارکي ‏وویله او د خصوصي سکتور د ستونزو په اړه يې ورسره خبرې وکړی‎.
 
ښاغلي محمد یونس مهمند احمد جاوید جیهون ته د ولسي جرګې د لومړي مرستیال په توګه د هغه د ټاکنې ‏له امله مبارکي وویله او هیله يې څرګنده کړه چې ښاغلی جیحون به د خصوصي سکتور د ستونزو او ‏ننګونو د له منځه وړلو په برخه کې خپلې هیڅ ډول مرستې ونه سپموي. ‎
 
ښاغلي مهمند پر عایداتو د ماليې قانون تطبیق، د هېواد سوداګرو او پانګه والو ته د پرتو امنیتي ستونزو او ‏پر پلور باندی د فیصدۍ د شتو ستونزو او ننګونو په اړه خبرې وکړی او د ولسي جرګې له لمړي مرستیال ‏څخه يې ددی ستونزو د له منځه وړلو او د مالیاتو په قانون کې د تعدیل رواستو په برخه کې د لازمو ‏همکاریو غوښتنه وکړه‎.
 
ښاغلي خان محمد سرفراز باز د ځینو هغو قوانینو د تطبیق په اړه چې د ټولنې د واقعیتونه سره هیڅ ډول ‏مطابقت نه لري په ځانګړی توګه د پیسو وینځلو قانون، او د هېواد د صرافیو له خوا خصوصي سکتور ته ‏په راولاړو شوو ستونزو خبرې وکړی او د پیسو وینځلو قانون کې د تعدیل غوښتونکې شو‎.
 
ښاغلي خانجان الکوزي، د سوداګرۍ او پانګونې اتاق په لاره کې د شتو ستونزو په ځانګړی توګه د ‏مرکزي اتاق ترڅنګ د نورو موازي اتاقونو رامنځته کولو په اړه خپله اندیښته څرګنده او دا کار يې د ‏خصوصي سکتور په زیان وباله.‏
 
ښاغلي احمد جاوید جیحون د اتاق د مدیره پلاوي د نظریاتو او وړاندیزونو اوریدو وروسته وویل "زه د ‏هېواد د یوه پانګه وال او په ولسي جرګه کې د خلکو د استازي په توګه د خصوصي سکتور د ستونزو ‏څخه بشپړه خبرتیا لرم او ژمنه کوم چې د ولسي جرګې په کچه د خصوصي سکتور د ستونزو په له منځه ‏وړلو کې به خپلې هیڅ ډول مرستې ونه سپموم."‏