د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د میدان وردګ د مڼو سوداګرو سره ولیدل

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند او د اتاق سرپرست عامل رئیس ښاغلي شفیق الله عطايې د میدان وردګ ولایت د مڼو له سوداګرو سره د لیدنې په ترڅ کې د هغو د شتو ستونزو په اړه ورسره خبرې اترې وکړی.
 
د مڼو سوداګرو وویل چې د یوې اوږدې مودې راهیسي په مڼو بار څوارلس ګاډي د هېواد په ګمرکونو کې ولاړ دي او د ګمرک چارواکي ددی ګمان له امله چې دا کیدای شي ایرانۍ مڼې وي، د صادرولو اجازه نه ورکوي.
 
نوموړو سوداګرو د اتاق له مشرتابه پلاوي څخه وغوښتل چې ددوی ستونزې د کرهڼې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت او همدارنګه د سوداګرۍ او صنایعو له وزارت سره شریکې او د له منځه وړلو په برخه کې يې خپلې هیڅ ‌ډول مرستې ونه سپموي.
 
ښاغلي مهمند ژمنه وکړه چې ددوی ستونزې به د اړوند دولتي ادارو سره شریکې او د له منځه وړلو په برخه کې به يې هر اړخیزه همکاري وکړي.
ښاغلي عطايې د مڼو له سوداګرو وغوښتل چې خپلې ستونزې په لیکلې بڼه د اتاق سره شریکې کړي تر څو د له منځه وړلو په برخه کې اتاق کوټلي ګامونه پورته کړي. نوموړي زیاته کړه چې اول دی ددی ۱۴ مڼو بار ګاډو ته د صادرولو اجازه ورکړی شي او د نورو ستونزو په اړه به هم اتاق خپلې مرستې ونه سپموي.