د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه د خرما واردوونکو سره ولیدل

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لمړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د اتاق د مدیره پلاوي غړي خانجان الکوزي، د حاجی عبدالقهار او د خرما له واردونکو سره د اتاق په مرکزي دفتر کې د لیدلو تر څنګ د خرما واردوونکو د شتو ستونزو او د باکیفیته خرما واردولو په اړه خبرې وکړې.
 
د خرما واردوونکو په سعودي عربستان کې د ویزو او بریښنایی پېژند پاڼو صادرولو ستونزو او د بیلابیلو هیوادونو څخه د خرما په واردولو کې شتو ننګونو په اړه خبرې وکړي، او همدارنګه د ښه کیفیت او لرونکو خرماو ته د خلکو د لاسرسي په اړه يې د اتاق د همکارۍ غوښتنه وکړه.
 
په دې ناسته کې، ښاغلي مهمند د خرما د واردونکو ستونزو له اوریدو وروسته، با کیفیته او د لږ قیمت لرونکو خرما وو ته د خلکو د لاسرسي او په ټول هېواد کې د خرما د معیاري مارکیټونو جوړولو په اړه ټینګار وکړ.
 
ښاغلي خانجان الکوزي، د روژې په مبارکه میاشت کې سوداګرد کیفیت لرونکي خرما واردولو ته وهڅول او د دولت د اړوندو ارګانونو له لارې يې د هر ډول همکارۍ ټینګار او ژمنه وکړه.