د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له خوا د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ فرصتونو او کړنلارو په اړه آنلاین ناسته ترسره شوه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي شفیق الله عطایی، د ایران د سوداګرۍ اوصنعت اتاق رئیس ښاغلي سلیم مهرامي، د ایران د سوداګرۍ رئیس ښاغلي مظفر خاني، او د هرات ولایتي اتاق سوداګریز مرستیال ښاغلي احمد سعید عظیمان په دې ناسته کې د ګډون تر څنګ د دواړو هیوادونو تر منځ د سوداګرۍ اړیکو پراختیا او شته فرصتونو او ننګونو په اړه خبرې وکړې.

په دې ناسته کې ښاغلي عطایي د پانګونې فرصتونو او د افغانستان او ایران تر منځ د سوداګرۍ د پراختیا یادونه وکړه او د دواړو هیوادونو تر منځ یې د یو لړ سوداګریزو اقداماتو یادونه هم وکړه. نوموړي د ایران د سوداګرۍ او صنایعو اتاق څخه وغوښتل چې حکومت ته وړاندیز وکړي چې د اروپايې اتحادیې، متحده ایالاتو او یو شمیر نورو هیوادونو په څیر د افغانستان صادراتو لپاره غوره تعرفې په نظر کې ولري.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د عامل پلاوي سرپرست رئیس په افغانستان کې د پانګونې زمینه له بل هر وخته مناسب وګڼله او زیاته یې کړه: "رامینځته شوي فرصتونه باید په مناسب ډول وکارول شي او د دواړو هیوادونو سوداګرو ته ښې سوداګریزې اسانتیاوې برابرې کړی شي.

ښاغلي عطایي د ایران د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له چارواکو هم وغوښتل چې د سوداګریزې تجربې تبادله او په ایران او افغانستان کې د پانګونې فرصتونه و ارزوي.

د هرات د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیر پلاوي سوداګریز مرستیال ښاغلي احمد سعید عظیمان هم په دغه انلاین کنفرانس کې د ایران او افغان سوداګرو ترمنځ د ګډې پانګونې غوښتنه وکړه. هغه زیاته کړه چې اوس مهال په صنعتي پارکونو ، د کرنې او بریښنا په برخو کې د پانګونې ښه فرصتونه شتون لري او دا چې ایراني سوداګر کولی شي له دې فرصتونو ګټه واخلي او پانګونه وکړي.

په دې ناسته کې ، د ایران - افغانستان د ګډ اتاق عمومي منشي، مظفر علي خاني وویل: "افغانستان د لاس نه خوړلو کانونو، ماهر کاريګر، حاصلخیزې ځمکې او ډیرې اوبه لري، چې د اقتصاد له پلوه د ایران لپاره ښه ملګری کیدی شي." هغه زیاته کړه چې د دواړو هیوادونو تر منځ د اړیکو د لا پراختیا لپاره د دواړو هیوادونو تر منځ په سرحدي نقطو کې ګډو بازارونو رامینځته کولو ته اړتیا ده.

د ایران او افغانستان د ګډ اتاق د نړیوالو اړیکو مسؤل ښاغلي مهندس مهراني وویل چې د ایراني سوداګرو اندیښنه په تیرو وختونو کې دا وه چې افغاني سیال ملګري به يې نشول پیداکولی خو په ایران کې د افغان سوداګرو شتون اوس د ایران لپاره یو ښه فرصت دی د پخوا په پرتله.

د غونډې په پای کې ، پریکړه وشوه چې د دواړو هیوادونو څخه یو به پلاوي د تجربو تبادلې او فرصتونو ارزولو لپاره سفر کوي.