په تخنیکي او مسلکي زده کړو کې د عامه کډون او مسؤلیتونو کنفرانس

د افغانستان د پوهنې وزارت د تخنیکي او مسلکي زده کړو معیینیت، د عامه پوهاوی، ګډون او مسؤلیتونو د ودی او پراختیا په موخه لومړنی ملی کنفرانس په تخنیکی او مسلکی زده کړو کی د عامه ګدون او مسؤولیتونو بر نامه لاندی د دوه ورځو لپاره په هیواد کې د دولتي او خصوصی سکتورونو او تمویل کوونکی ټولنی په اشتراک جوړشوی دی، په دغه کنفرانس کی چی د روان کال د کب میاشتی په ۱۳ مه نیټه پرانستل شو او د دوه ورځو لپاره به دوام ولری د پوهنی وزارت استازی (معیننان،د مرکز عمومی رییسان، د پوهنی وزارت ولایتی رییسان او د دوی د تخنیکی او مسلکی زده کړو مرستیالان، د ختنیکی او مسلکی زده کړو مکاتبو او انستیتیوتونو ځینی مکاتبو عمومی آمرین او په ولایاتو کی د پوهنی شوراګانو مشران) په پارلمان کی د ملت ځینی استازو، ښاغلي الحاج خانجان الکوزي د افغانستان د سوداګرۍ او صنایو اتاق د مدیره پلاوي لومړي مرستیال، ښاغلي محمد قربان حقجو د اتاق د عامل پلاوی رییس، او د تمویل کوونکی ټولنی ځینو نماینده ګانو ګډون کړی وه.

 

د هغو شمیرو پر بنسټ چې د پوهنې وزارت د تخنیکي او مسلکي زده کړو معیینیت خپاره کړي دي، د تخنیکی او مسلکي زده کړو معیینیت هر کال له ۸۰۰۰۰ څخه زیات زده  کونکي په رسمي او غیر رسمي سکتورونو کې د زده کړو لپاره راجلبوي. دا مهال د تخنیکي او مسلکي زده کړو په برنامه کی په ۲۹۳ روزنیز مرکزونو کې ځه د پاسه ۱۵۰۰۰ زده کوونکي تخنیکي او مسلکي زده کړې ترلاسه کوي.

د مشرانو جرګې د دیني علومو، پوهنی او د لوړوزده کړو د کمیسیون منشي ښاغلي محمد امین احمدي د دی کنفرانس د جوړلو نه د مننی تر څنګ په اسلام سپیڅلی دین کی د علم او پوهنی ځای په اړه خبرې وکړې او ټینګار یی وکړ چې د هر هیواد پرمختګ د هغه هیواد د اوسیدونکو د علم او پوهی پوری اړه لري.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو اتاق د عامل پلاوی رییس ښاغلي محمد قربان حقجو، په دی کنفرانس کې د افغانستان ملي اقتصادي غونډی نه هم یادونه وکړه چې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو اتاق په نوښت د کابل په کانتینینتل هوتل کې ترسره شوی وه، نوموړی د دی غونډی موخه د ټولټاکنو په بهیر کې د یوی اقتصادی مناظری جوړیدل وباله چی د خصوصی سکتور لخوا په بر مخ لاره شي، تر څو د د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو اقتصادی برنامې وڅیړل شي.

نوموړی د هیواد د اوسني ستونزو لامل د یو لړ ستونزو د نه پام کی نیول وباله او زیاته یی کړه چی د یو هیواد د اقتصادی پراختیا یوازینی لامل د هغه هیواد تخنیکی او فنی ځواک دی او افغانستان ته هم په کار ده تر څو د ځوانو د مسلکی او فنی ظرفیتونو د لوړولو لپاره باید هڅه وکړي.

ښاغلي حقجو زیاته کړه:« افغانستان تر هغه د خپل شتمونو کانونو څخه ګټه نشی اخیستی ترڅو د افغانستان ځوانان د انجینرانو، کان پوهانو، او متخصصینو په توګه د کانونو د سپړلو په برخه کې زیار ونه باسي.