د افغانستان ملي اقتصادي غونډه

د افغانستان ملی اقتصادی غونډه، د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو اتاق او د پانګونی په برخه کی د اسانتیاوو برابرولو (حرکت) اداری په ګډ نوښت د ۱۳۹۲ کال د کب په ۸ مه نیټه په انترکانتیننتال هوتل کې ترسره شوه. په  ې ناسته کې سوداګر، پانګوال او غوره اقتصاد پوهان د هیواد له بیلابیلو سیمو ځخه راټول شوي ول، تر ځو د خصوصی سکتور پر وړاندی خڼډونه او دهغو د اوارولو لاری تر څیړنو لاندی ونیسی.

د دی کنفرانس پایلې د خصوصی سکتور د وړاندیزلیک په توګه د اقتصادي پالیسیو په برخه کی د ولسمشرۍ نوماندانو په مناظره کی چی د ۱۳۹۲ کال د کب د میاشتی په ۱۹ مه نیټه په کابل کی ترسره کیږی، نوماندانو ته به وړاندی شی. همداراز دغه لیک به دولتی بنسټونو او د خصوصی سکتور د نړیوال پراختیایی شریکانو سره به هم شریک کړی شي.

غوڼډه د اتاق او د حرکت د اداری د چارواکو په لڼډو سپړنو، د هغو کړنو په اړوند چې تراوسته د کاروبار حقوقي چوکاټونو او د پالیسي ګانو د اصلاح په برخه کې ترسره شوي، پیل شوه.

د حرکت اداری رییس ښاغلي نسیم اکبر وویل چې د پانګې جذبول،  د پانګې اچولو په برخه کی اسانتیاو سره مستقیمه اړیکه لري. ښاغلي اکبر ټینګار وکړ چې امنیت او سیاسی ثبات، اداری فساد سره مبارزه، مناسب مالیاتې سیستم، د پانګې اچولو هڅول، اړو مالی سرچینو ته لاسرسې، بنسټیزو جوړښتونو ته لکه بریښنا لاسرسی، ځمکه او په افغانستان د پانګی اچولو ملاتړ اړین دې.

ښاغلي اکبر، د دولت په جوړښت د اقتصادی پراختیا د سیاسی اداری نشتوال د پانګی اچولو د راټیټیدو بل لامل وکڼه، او وی ویل:« په تیرو کلونو کې په دولت کې د اصلاحاتو لپاره سیاسی ادارې شتون نه درلوده، او له همدې کبله له اداری فساد سره مبارزه هغه شان چې اړینه وه تر سره نشوه او د اقتصادی ودی لپاره عملې پالیسي ګانې پلي نشوې.»

د اتاق د پلاوي رییس ښاغلي محمد قربان حقجو د دې غوندې د موخو په اړه خبرې وکرې او وی ویل چې د دې غوڼډې موندنې به د یوې رسالې په توګه چاپ او د ولسمشریزو ټاکنو نوماندانو ته به وړاندې شې. نوموړي ټینګار وکړ چې اقتصادی بنسټونه لکه د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو اتاق د دغو غوښتنو پلي کیدل به په راتلونکي پنځو کلونو کې وڅیړی.

ښاغلي حقجو وویل:« د حکومت بدلون سره سم د حکومت کاری لومړیتوبونه هم بدلیږي او دوې هیله لري چې

د اقتصاد بحث د راتلونکې ولسمشر په لومړیتوب کې ووسي.

وروسته ګډون کونکي د یو ځانګړی سکتور د خڼډونو د بحث او د اړو وړاندیزونو د راټولولو لپاره په ډلو وویشل شول. ډلې د شرکتونو د کچی او د سکتورنو د کړنو له مخی د کرنی، طبیعي سرچینې، بیخ بناګانې، کوچني او لوی صنایع، سوداګرۍ او ترانزیت، خدمتونه(مخابرات،روغتیا، نړی لیدنه او داسی نور)، د بشری سرچینو پراختیا او د فساد سره د مبارزی نومونو لاندی جوړې شوې وې.

دغه ناسته به هر کال  د خصوصي سکتور د عمومي ناستې په مثابه تر سره شي او موخه به یې د اړینو پرمختګونو څیړل او د خصوصی سکتور د وړاندیز شویو تګلارو پلي کول وي.

د دی غونډی د انځورونو د ترلاسه کولو لپاره دلته کلیک وکړی.