د افغانستان او پاکستان ګد اقتصادی کمیسیون نهمه غوڼډه په کابل کی تر سره شو

د افغانستان او پاکستان د ګد اقتصادی کمیسیون نهمه غوڼډه د یکشنبی په ورځ د ۱۳۹۲ کال د کب په ۴ مه نیټه د کابل په انترکانتیننتال هوټل کې تر سره شوه. دغه ناسته چې د افغانستان د مالیې وزارت په ابتکار جوړه شوې وه او دوو ورځو لپاره به دوام وکړي.

په دغې ناسته کې ۱۴ پاکستاني لوړپوړو چارواکو د محمد اسحق دار د هغه هیواد د مالیې وزیر په مشری له بیلابیلو اقتصادی سکتورونو نه  ګډون درلوده.

د افغانستان جمهوری اسلامی پلاوی مشرۍ په دی نساته کی د مالې وزیر ښاغلي داکتر عمر زاخیلوال پر غاړه درلوده، د اتاق د مدیره پلاوی لومړی مرستیال ښاغلي خانجان الکوزي او د اتاق د عامل پلاوي مشر ښاغلي محمد قربان حقجو هم حضور درلوده.

ښاغلي زاخیلوال د دې ناستې په اړه وویل چې د دې ناستې د ترسره کیدو پریکړه  وروسته د ولسمشر سفر نه پاکستان ته ونیول شوه او دا ناسته به د ملګرتیا د پیاوړی کیدو او د سوداګرۍ دوه اړخیزو مرستو د پراختیا په برخه کی به ډیره اغیزمنه وي.

د پاکستان د مالیې وزیر ښاغلي محمد اسحق دار افغانسان سره د خپلو همکاریو باندی ټینګار وکړ او وی ویل:« مونږ دی ته لیواله یو چې له افغانستان سره په بیلابیلو برخو کی په ځانګړی توګه  د کارګرانو او سوداګر ته د ویزو د ورکولو او د مالیاتو او د قرادادیانو د خونديتوب په اړوند مرسته وکړو.»

دغه ناسته د لاندې موضوعاتو په اړوند تر سره شوه:

۱— د دواړو هیوادونو تر منځ د سوداګرۍ  کچه له پنځه میلیارد ډالرو لوړول په راتلونکو څو کلونو د سوداګرۍ او د توکو د ترانزیت له لاری؛

۲— د بریښنا او انرژی د تولیدولو په برخه کی همکاری چې د کونړ سین د بریښنا د بند باندی ګډه پروژه ده؛

۳— د افغانستان له خاوری نه د منځني آسیا ۱۳۰۰ میګاواټه بریښنا پاکستان ته لیګدول؛

۴— د ترکمنستان د ګاز لیګد پاکستان او هندوستان ته د افغانستان له لاری د پروژې په اړه خبرې؛

۵— د تورخم – جلال آباد - چمن – سپین بولدک د وسپنو لارو له لاری د افغانستان او پاکستان د نښلیدو د پروژی په اړه خبری اتری او پریکړې؛

۶— د پاکستان او تاجکستان د نښلونکي سرک په اړه د افغانستان له لاری خبری؛

۷— د دواړو هیوادونو د کارګرانو او سوداګرو لپاره د ویزې ورکول د اسانتیا او د قرادادیانو د خوندیتوب په اړه خبری او پریکړی:

۸— د افغاني محصیلینو لپاره په پاکستان جمهوری اسلامي کې د لوست لپاره د دری زرو بورسونو برابرول

۹— د دواړو هیوادونو تر منځ د صنعت، کرنې او مالداری په سکتورونو کې همکاری؛

د یادولو وړ ده چې د دې ناستې په لړ کې، د دواړو هیوادنو د مالیې وزیرانو  د تورخم- جلاآباد دویم سرک او د بډوګي د ناروغیو د روغتیایی مرکز(د نشتر روغتیایي مرکز) په جلال آباد ښار کی پرانیسته او ګټې اخیستنې ته یی وسپاره.

اتمه غونډه د ۱۳۹۰ کال د مرغومی په ۲۶ – ۲۷ مه نیټه په اسلام آباد کې تر سره شوی وه، او افغاني پلاوې د حضرت عمر زاخیل وال په مشرۍ او د  افغانستان د سوداګرۍ او صنایو اتاق د مشرتابه پلاوی په ملګرتیا په دی ناسته کې ګډون ګړی وه.