د افغانستان – پاکستان او ترکییي دری اړخیزی ناستی کوربه ترکیه

ترکیه د افغانستان- پاکستان او ترکییی د اتمی(۸) دری اړخیزی ناستی د (د آسیا په زړه کی پایداره سوله) نوم لاندی ناستی کوربه وه دغه ناسته د دریو هیوادونو ترمنځ د ځو اړخیزو همکاریو د سیاست، امنیت او اقتصادی ودی په موخه جوړه شوی وه. دغه ناسته د ۱۳۹۲ کال د سلواغی په ۲۴ مه نیټه په انقره کی ترسره شوه.

د دی ناستی یو له موخو ځخه د دوو هیوادونو پاکستان او ترکییی د هر اړخیزی مرستی د افغانستان د ولسمشری او ولایتی شوراګانو د ټاکنو په اړه وی چی د لومړی ځل لپاره وروسته له ۱۲ کلونو په افغانستان کی سیاسی لیګد ترسره کیږی او د دی ترځنګ افغانستان به د بهرنیو ځواکونو د وتلو هم شاهد وی.

د ترکیی ولسمشر ښاغلی عبدالله ګل له ولسمشر حامد کرزی او رجب طیب اردوغان د ترکیی لومړی وزیر د پاکستان له صدراعظم سره په جلا جلا ناستو کی وکتل، او وروسته ځلورواړو کسانو په یوه ځلور اړخیزه ناسته کی ګډون وکړ. د دری هیوادونو مشرانو د یوی ملګرتیا په فضا کی د امنیتی مسایلو په اړه خبری وکړلی. ټاکلی ده چی د دری هیوادونو امنیتی چارواکی به په راتلونکی کی د دری اړخیزو امنیتی همکاریو په اړه پراخ بحثونه ولری.

دریواړو ولسمشرانو په یوه خبری ناسته کی حضور درلوده. د ترکیی ولسمشر وویل دریواړه هیوادونه دی ته لیواله دی چی د دریو هیوادونو تر منځ د ترانسپورتی پروژو لپاره نور هم اسانتیاوی برابری کړی ولسمشر کرزی هم  وویل چی امنیت او سوله د افغانستان لپاره دوه اړینی موضوګانی دی چی په افغانستان کی د ذیدخلو هیوادونو په مرسته په افغانستان کی کیدونکی ده. د پاکستان صدراعظم هم وویل چی هیواد یی هځه لری چی له افغانستان سره د ملګریتوب او ګاوڼډیتوب اړیکی ولری. نوموړی د سولی له پروسی نه د خپل قوی ملاتړ خبر داری ورکړ.

په دی سفر کی ښاغلی محمد قربان حقجو د اتاق د عامل پلاوی مشر هم د ولسمشر ملګرتیا کوله. نوموړی د ترکیی له چارواکو لکه د ترکیی د ولسمشر د دفتر رییس، د بهرنیو چارو وزیر، د کورنیو چارو وزیر، د ترکیی د امنیت د سازمان رییس او له دریو هیوادونو نورو دولتی چارواکو سره او د دریو هیوادونو خصوصی سکتور سره یی ولیدل.

د دی ناستی په لړ کی، د استانبول د ناستی په اړه اتمه غوڼډه هم د ترکیي د سوداګری او صنایعو اتاق د رییس او د استانبول د ناستی رییس ذکریا عثمان، د پاکستان  د سوداګری او صنایعو رییس، ښاغلې محمد قربان حقجو د افغانستان د سوداګری او صنایعو عامل پلاوی مشر، د افغان- ترک د شورا رییس ښاغلې سیهان کاندمیر، ښاغلې امجد رافع د افغانستان- پاکستان د سوداګرۍ شورا رییس او ښاغلې میمیز کیتیکیو د ترکیې د سوداګری او صنایو د مدیره پلاوی غړی هم ګډون درلوده.

په دی ناسته کی دریواړو لورو د یوی ګډی اعلامیې په ترځ کی چی د کانکایا په ماڼې که د افغانستان،ترکیې او پاکستان ولسمشرانو ته وړاندی شوه، د دریو هیوادونو د اقتصادی یووالی، د ترانسپورت په سیستم کی اسانتیاوی برابرول، د منځني او جنوبي آسیا د نښلولو په موخه ، د دریو هیوادونو ترمنځ د سوداګري فعالیتونو پراختیا، د ښپږیز دهلیز د پروژي ملاتړ او پلی کول، د منځنی- ختیځ – لویدیځ د آسیا په زړه کی د سولې د ټینګښت غوښتونکې شول.

د دی ناستی غړو زیاده کړه چی دریو هیوادونو د سوداګری ټولنې د نږدی کیدلو لپاره حکومتونه باید د ویزو په ترلاسه کولو کی ژر تر ژره اسانتیاوی راولی، د دریو هیوادونو د سوداګری او صنایعو اتاق به په دی برخه کی هر ډول مسسولیت او اړتیاوی به بشپړې کړي.