اتاق له ۵۰ ډیرو خصوصی سوداګرو ته پوهنیز پروګرام برابر کړ

د اتاق د سوداګری پراختیا د خدمتونو ډیپارتمنت د خپلو پوهنیزو پروګرامونو په لړی کی دا ځل یی یو پوهنیز پروګرام د ((مدیریت کارا و موثر)) تر نوم لاندی د افغانستان د پراختیا موسسی په مرسته او د ۵۰ خصوصی سوداګرو چی ډیری یی، میرمنی وی، د ۱۳۹۲ کال د سلواغی په ۲۲ مه نیټه د دوشنبه په ورځ د اتاق په مرکزی دفتر کی جوړه کړه.

په دی پوهنیز پروګرام کی د پروژی مهالویشتول، پلاونونه او فعالیتونه، د مالی او فزیکی سرچینو مدیریت، معلومات او اړیکی، اغیزمنی پریکړی، د کاری اغیزمنتیا لپاره د اغیزمنو کاری موادو پیژندل، په چارو کی د مثبت چلند رعایتول، د پروژی د مخکی وړلو لپاره اغیزمن او د کاروړ مهارتونه، د یو مدیر اساسی مهارتونه(پلانجوړول، پوهیدل او پوهول، د ستونزو اورول، پریکړی نیول او د مغوی پلی کول، د کارمندانو رغول، له صلاحیتونو نه ګټه پورته کول، د وخت مدیریت، شخصی نظم، د دندو پلانول) تدریس شول.

د اتاق د سوداګری پراختیا د خدمتونو ډیپارتمنت د یوه پوهنلیک له مخی چی د افغانستان د پراختیا موسسی سره یی مخکی لاسلیک کړی دی، دغه شان پروګرامونه په پلازمینه او په ولایتونو کی لکه هرات، مزار شریف کندز او نورو ولایتونو کی چی اړتیا وی تر سره به کړی.

دغه شان پوهنیز پروګرامونه د غړو د ظرفیت د لوړولو لپاره او د چارو د سمون لپاره او د مخکښی زدکړو ډولونو لپاره اغیزمن وی. د دی پروګرام ګډون کونکو خوښی ځرګنده کړه او په دی پروګرام کی وړاندی شوی موضوعات یی د خپلی سوداګری د مخکی وړلو لپاره ګټور وباله او د اتاق لخوا نه د دغی شان پوهنیز پروګرامونو د جوړیدلو غوښتونکی شول.