له جلالتماب جمهور رییس سره د هیواد د خصوصی سکتور کتنه

د افغانستان د سوداګری او صنایعو اتاق د مشرتابه پلاوی او یوشمیر خصوصی سوداګروله له مختلفو سکتورونو د ۱۵۰ کسی پلاوی په جوړیدلو سره د شنبه په ورځ د ۱۳۹۲ کال د سلواغلی په ۵ مه له جلالتماب جمهور ریس سره وکتل او خپل نظریات یی د مهمو اقتصادی چارو په اړه له جلالتماب جمهور ریس سره شریک کړل.

په دی ناسته کی د مالیی،ټولګتو،کرنی، اوبولګونی او مالداری، عامی روغتیا وزیرانو او د ملی امنیت د شورا ریس، د چارو د اداری مشر، د اسوداګر او صنایو وزارت معین او ګن شمیرو لوړپوړو چارواکو ګډون کړی وه.

لومړی ښاغلی اذرخش حافظی د افغانستان د سوداګری اتاق د مدیره پلاوی غړی د ملی سوداګرو او بانګوالو په استازیتوب خبری وکړی، او د هیواد د خصوصی سکتور د تیرو ۱۲ کلونو لاسته راوړنی یی د افغانستان په تاریخ بی ساری وبللی.

نوموړی د خصوصی سکتور د خواشینیو په اړه هم خبری وکړی او د هیواد سیاسی قدرت د لیګد په سوله کی دخصوصی سکتور د باور او ډاډ په راتلونکی کی د  پیاوړی کولو لپاره یو اړین ګام و بله.

وروسته د افغانستان د سوداګری او صنایعو اتاق د عامل پلاوی مشر،ښاغلی محمد قربان حقجو هم د سوداګرو او خصوصی سکتور په استازیتوب د خبرو په ترځ کی او د دی سکتور د غوښتنو او ستونزو د اوریدلو غوښتونکی شول.

حقجو د پانګوالو یو له خواشینیو ځخه د امنیتی تړون د راتلونکی  ځرنګوالی وبله او وی ویل چی د تړون د نه لاسلیکولو په اړه کومی غږونه او اوازی چی دی د پانګونی پر وضعیت باندی یی منفی اغیزه کړی ده. هغه د خصوصی سکتور په استازیتوب وویل چی مونږ د دی تړون د سرنوشت د روښانه کیدو غوښتونکی یو، خو دا تړون باید زمونږ د هیواد سلامتی او د نظام خوندیتوب هم وساتی.

حقجو د خصوصی ستکور د فعالیتونو د اسانولو لپاره د د دولت له خوا (( د پانګی اچونی د هځولو پالیسی)) د پلی کولو غوښتونکی شول، او له جمهور ریس ځخه یی غوښتنه وکړه چی د یو تقنینی فرمان په صادرولو سره د کانونو قانون ژر تر ژره تصویب کړی، تر ځو له دی لاری په دی برخه کی  د پانګی اچولو زمینه له مخکی هم پراختیا ومومی.

نوموړی همداراز وړاندیز وکړ تر ځو د خصوصی سکتور د فعالیتونو د اسانولو لپاره چی له بهرنیو هیوادونو سره ډیری اړیکی لری، د پنجشنبی او جمعی اونیز رخصتیګانی، جمعه او شنبی ته را واړول شی.

جمهور ریس کرزی د ملی تجارانو او سوداګرو د وړاندیزونو او خواشینیو په ځانګړی توګه د امنیتی تړون د لاسلیک د سروشت ځرنګوالی په هکله له اوریدلو وروسته، وویل (( دا خواشینی د افغانستان نه د پانګی د تښتیدلو په شمول د ناسمو شعارونو له امله دی چی د حکومت او افغانستان خلکو په وړاندی د امنیتی تړون د لاسلیک لپاره په لاره اچول شوی دی. جمهور ریس کرزی زیاته کړه چی پانګوال باید د دی بهرنیو شعارونو ښکار نشی او له افغانستان نه د پانګی د ویستلو لپاره هځه ونه کړی، او زیاته یی کړه د دوه کلونو را په دیخوا، د ۲۰۱۴ کال په اړه د لودیځ رسنیو له خوا شعارونه د افغانستان د خلکو او د افغانستان د اقتصاد پر ضد دوام لری.

جمهور ریس د امریکی سره د امنیتی تړون د لاسلیک په اړه ځرګنده کړه (( که چیری دا هیواد واقعا غواړی چی د افغانستان ملګری او متحد ووسی، نو باید د خپل ملګری او متحد په وړاندی د شعارونو مخه ونیسی، او مونږ نه ملاتړ وکړی نه دا چی  زمونږ د کمزوری کولو لپاره هځی وکړی.

جمهور ریس د سولی د پروسی پیل له امریکا سره د امنیتی تړون د لاسلیک لومړنی شرط وباله، او ټینګار یی وکړ که امریکا نشی کولای دا پروسه پیل کړی نو باید دا په ډاګه کړی چی د افغانستان د سولی پر وړاندی خنډونه کوم دی.

همدارنګه، جمهور رییس د راتلونکی ټولټاکنو لپاره وویل، دا ټاکنی د افغانستان لپاره ډیر اړین دی، او دا ټاکنی به د په قانو موقع ترسره شی.

د دی ناستی په پای کی، جمهور رییس د خصوصی سکتور د غوښتنو د پوره کولو، په ځانګری توګه د کانونو او د پانګی اچونی د هځولو پالیسی د پلی کولو په اړه ژمنه وکړه