د اتاق مشرتابه پلاوی د فینلند له سفیر سره وکتل

د رهبری پلاوی،د اتاق د معدن د کمیټی رییس او غړو د ۱۳۹۲ کال د سلواغی په ۲۱ مه نیټه د فینلند سفیر او  د یاد هیواد د کان پیژندلو ۶ کسیز پلاوی سره د افغانستان د سوداګری او صنایعو اتاق د مدیره پلاوی په دفتر کی وکتل. دغه ناسته د افغان سوداګرو ته د کانونو په برخه کی د مرستی کولو په موخه جوړه شوی وه.

د اتاق د مدیره پلاوی لومړی مرستیال ښاغلی خانجان الکوزی، میلمنو ته د ښه راغلاست په ترځ کی وویل:(( فینلند او افغانستان ډیری نژدی او پخوانی اړیکی لری، او اوس هم موږ د دواړو هیوادنو تر منځ د اړیکو پراخیدل غواړو.))

ښاغلی الکوزی زیاته کړه:((افغانستان د کانونو له مخی ډیر شتمن دی خو له بده مرغه د کانونو د سپړلو په برخه هیځ فعالیت ندی شوی. د فنلند هیواد د کانونو د سپړلو په برخه کی له ډیری جیګی پوهی نه برخمن دی او مونږ د کانونو په برخه کی د دوه اړخیزی پانګونی غوښتونکی یو.

د فنلند سفیر ښاغلی آیری میکی وویل:(( مونږ د اتاق له تاوده هرکلی نه مننه کوو.))

نوموړی زیاته کړه:(( زمونږ ننی ناسته د افغانستان او فنلند ترمنځ د پراختیایی مرستو له جملی ځخه شمیرل کیږی چی دا ۵ کلنه جیولوژیکی سروی هم د دی مرستو له جملی ځخه دی.))

ښاغلی میکی د افغان سوداګرو سره د لیدلو له امله ځوښی ځرګنده کړه او وی ویل:((مونږ ډیر خوښحاله یو چی له افغانستان سره همکاری لرو.))

همداشان په دی ناسته کی یو کس د فنلندی انجنیرانو ځخه د پریزنتیشن په وړاندی کولو سره ، فنلندی شرکتونه یی ګډون کونکو ته ور وپیژندل.

د دی پلاوی په راتللو سره طمه دی ته کیږی چی په دی برخه کی پانګه اچونه پراختیا ومومی  او د کانونو د سپړلو زمینه په معیاری ډول برابره شی