د سوداګری او صنایعو وزیر سره د اتاق د مشرتابه پلاوی ناسته

د اتاق رهبری پلاوی د یوه رسمی کتنی په ترځ کی د افغانستان د سوداګری او صنایعو وزیر ښاغلی محمد شاکر کارګر سره وکتل، د دواړو بڼسټونو تر منځ د ښی اړیکو ترځنګ، د دواړو بڼسټونو ترمنځ په راتلونکی کی د ګډی همکاری او کاری پړاو د نه ګدیدو په موخه  پوهنلیک  د لاسلیک غوښتنونکی شول.

په دی غوڼډه کی د اتاق عمومی رءیس  ښاغلی عبدالحسین فهیم وویل چی نه یوازی د خصوصی سکتور غوښتنی او انتقادونه د سواداګری او صنایعو وزارت لخوا ندی اوریدل شوی له بلی خوا په ډیرو مواردو کی د اتاق پر وړاندی هم موضعګانی نیول شوی دی.

د اتاق لومړی مرستیال ښاغلی الحاج خانجان الکوزی د وظیفوی تداخل په هکله د دواړو بڼسټونو ترمنځ د هغو کسانو لخوا چی نغواړی اتاق او وزارت د خپل ګډ هدف ته د رسیدلو لپاره چی هماغه د افغانستان  ښه او تیڼګ اقتصاد دی، ورسیږی، خبری وکړی. نوموړی د خصوصی سوداګرو مشورتی شورا  جوړیدل د وزارت په منځ کی، او د صنعتکارانو د اتحادیی جوړیدل په ګوته کړل چی په حقیقت کی دا دوه پتي د اتاق د کمزوری کولو لپاره جوړی شوی دی. دا په داسی حال کی وه چی د اتاق د مدیره پلاوی ۲۱ غړو نه، ۱۴ تنه یی صنعتکاران دی او دا په ریښتنی ډول د صنعت سکتور ځخه استازیتوب کوی. ښاغلی الکوزی د سوداګری عنوانونو د ثبت مرکز د چی د اتاق له خوا تر سره کیده د بندیدلو نه هم یادونه وکړه. ښاغلی الکوزی د سوداګری او صنایعو او مالیی وزارت ترمنځ د دندو تداخل په هکله  خبری وکړی او د مالیی  ټاکل د مالیی وزارت لخوا چی په حقیقت کی د سوداګری او صنایعو وزارت دنده ده، د بیلګی په توګه یاده کړه.

ښاغلی الکوزی د نظام په جوړښت کی د اتاق د حیثیت د ټاګلو غوښتونکی شول او له ښاغلی وزیر ځخه یی غوښتنه وکړه چی دا موضوغ د وزیرانو محترمی شورا ته وړاندی کړی.په داسی حال کی چی په ډیری هیوادونو کی د سوداګری او صنایعو اتاق له ځانګړی ځای ځخه برخمن دی خو له بده مرغه په افغانستان کی حکومت د اتاق موقف ته اهمیت نه ورکوی. ښاغلی الکوزی د اتاق د ملکیتونو نه هم یادونه وکړه چی له بده مرغه د مالیی وزیر په ګڼ شمیرو ناستو کی تل د خپل مخالفت  ځرګند کړی دی.

په دغی ناسته کی د اتاق د عامل پلاوی مشر ښاغلی محمد قربان حقجو هم خبری وکړی. نوموړی د اتاق د ۸۳ کلن تاریخ او د سوداګری او صنایو اتاق یوځای کیدنی د بهیر چی د وزارت په چوکاټ کی ترسره کیده او د نړیوال سوداګری اتاق چی په ۲۰۰۴ کال کی جوړ شو، یاده ونه وکړه. ښاغلی حقجو د اتاق او وزارت تر منځ لویه ستونزه د لوړپوړو چارواکو د بازار اقتصاد سیستم او د نظام په جوړښت کی د اتاق له موقف نه بی خبری و بوله، چی له بده مرغه په تیرو ۷ کلونو کی نه یوازی د اتاق او خصوصی سکتور نیوکی او غوښتنی ندی اوریدل شوی آن تر دی چی په ځینو برخو کی په ځانګړی توګه د وزیرانو محترمی شورا کی چی د اتاق مشرتابه شتون نلری، د اتاق معقولو غوښتنو پر وړاندی ښکاره مخالفت شوی دی. تر کومی چی په ځینو برخو کی د پخوانی وزیر په لاسلیک بین المللی بڼسټونو او سفارتونو ته مکتوبونه استول شوی چی له اتاق سره نړیوالی اړیکی وه نلری.

ښاغلی حقجو د دی ستونزو اصلی لامل  په وزارت کی د یو شمیرو پخوانی کارکونکو شتون وبله، چی په مناسبو مهالوشتونو سره د دی په هځه کی دی ترځو د سکتوری بنسټونو او اتاق تر منځ اختلاف جوړ کړی، ترځو پرینږدی چی افغانستان د نورو بنسټونو په مرسته او د واقعیت پر بنسټ د یو ښه او ټینګ اقتصاد ته د رسیدو په هدف کی بریالی شی. ښاغلی حقجو د حکومت د یوشمیرو لوړپوړو چارواکو  غیر مسلکی کړنی په ګوته کړی او د جمهور رءیس په سفرونو د خصوصی سکتور نشتون، او پر ځینو برخو کی د بهرنیو هیوادونو د اتاقونو سره د پوهنلیک لاسلیک د سوداګری پخوانی وزیر لخوا د بیلګی به توګه یاده کړه.

ښاغلی حقجو د اتاق اوسنی وړتیا نه یادونه وکړه چی د دی بنسټ غړی ۵۰۰۰ په ۱۳۸۷ کال کی ول چی اوس محال ۶۲۰۰۰ غړو ته رسیدلی دی. په نړیواله کچه ښی اړیکی د نړیوالی سازمانونو او سفارتونو سره لری. په ۱۲ هیوادونو کی ګد اتاقونه او سوداګری شوراګانی جوړی کړی دی. د ځوو معتبرو نړیوالو بنسټونو غړیتوب هم لری.

ښاغلی حقجو د خپلو خبرو په پای کی د ګډو مرستو او د دواړو بنسټونو ترمنځ د دندو د ویشلو د تفاهم نامی د لاسلیک غوښتونکی شول. نوموړی هغی تفاهم نامی ته چی ټاکل شوی وه د ښاغلی شهرانی او ښاغلی شیرخان فرنود به موده کی لاسلیک شی، خو تر اوسه ندی لاسلیک شوی، یادونه وکړه او د دی تفاهم نامی یو کاپی ښاغلی وزیر صاحب ته د لوستلو لپاره وړاندی شو، تر ځو له ځیړنو او د خپلو نظراتو د زیاتولو وروسته، د یوی رسمی ناستی په ترځ کی د دواړو بنسټونو تر منځ لاسلیک شی.

ښاغلی محمد شاکر کارګر د سوداګری او صنایعو وزیر د اتاق د مشرتابه پلاوی د حضور او د نظراتو  ګډول او د دواړو بنسټونو تر منځ د شته مخالفتونو تر ځنګ و ویل: چی د اتاق او وزارت موخی یو شان دی چی هماغه د افغانستان دپاره یو ښه اقتصاد دی او بی شکه کله چی افغانستان په خپل اساسی قانون کی د بازار اقتصاد منلی دی هیځ ځوک او هیځ بنسټ نشی کولای چی د نظام په جوړښت کی د اتاق حیثیت په پام کی وه نه نیسی. ښاغلی کارګر د اتاق او خصوصی سکتور معقولی نیوکی او وړاندیزونو پر وړاندی د ځیو لوړپوړو چارواکو لخوا مخالفت نا سمی وبله او غوښتنه یی وکړه چی باید یوه دری اړخیزه غوڼډه د وزارت، اتاق او د مالیی وزارت تر منځ  تر سره شی تر ځو د دوستانه خبراترو له لاری ستونزی اواری شی.

د سوداګری اوصنایعو وزیر ژمنه وکړه چی په نژدی راتلونکی کی به دا ناسته جوړه شی. ښاغلی کارګر د خپلو خپرو په لړ کی وویل د وزیرانو محترمی شورا کی د مثبت روحییی شتون او د اتاق او خصوصی سکتور نه په خپله د جمهور ریس ملاتړ نه یادونه وکړه. ښاغلی کارګر د وزارت او اتاق د خصوصی سکتور په استازیتوب تر منځ پر ګډو همکاریو ټینګار وکړ او ژمنه یی وکړه چی د نندارتونونو او کنفرانسونو د ترسره کولو لپاره د یوه بین المللی مرکز جوړول په کابل کی د کاری پلان په لومړیتوب کی راوستی دی.

په دی ناسته کی لاندینی درنو کسانو حضور درلوده:

ښاغلی الحاج عبدالحسین فهیم، د اتاق عمومی ریس

ښاغلی الحاج خانجان الکوزی، د اتاق مدیره پلاوی لومړی مرستیال

ښاغلی محمد یونس مومند، د اتاق د مدیره پلاوی سوداګری مرستیال

ښاغلی الحاج سعدالله حقیار، د اتاق د دارالانشا مشر

ښاغلی الحاج محمد داود یوسفزی، د اتاق د ګاز او نفتو د کمیټی مشر

ښاغلی الحاج غلام نبی عیدی زاده،  د اتاق د مدیره پلاوی غړی

ښاغلی محمد قربان حقجو، د اتاق د عامل پلاوی مشر

ښاغلی عتیق الله نصرت، د اتاق د پالیسی مرستیال

ښاغلی هاشم رسولی، د اتاق د عامه اړیکو عمومی مشر

ښاغلی ابوبکر بهادری،  د اتاق د رسنو او بازارموندی کارکونکی

د انځورنو د کتلو لپاره دلته کلیک وکړی.