نا امنی، د بنسټیزو جوړښتونو کموالی(په ځانګری توګه د بریښنا نشتوالی) په هیواد کی دکاروبار پر وړاندی اصلی خڼډونه دی

د كاروبار په اړه د اتاق دوهمه سروې دا څرګندوي چې امنيتي ستونزې لا هم د كاروباري فعالانو د پانګونې  په برخه كې مهم خنډ دى. په دغو درې ولايتونو كې څو مشترك خنډونه دا دي، ځمكو ته نه لاسرسى، د ماليې وركولو غير شفافه پروسه او د عمومي داوطلبيو په وخت كې درانه بانكي ضمانتونه ځخه شکایت لری.

د په افغانستان اقتصاد کی د سوداګری مهم رول په کتو د ګمرکونو د شفاف او په موقع فعالیت د تاجرانو او پانګوالو لویه غوښتنه ده. خو په دی سروی کی نیم هغه کسان چی له ګمرک سره سرو کار لری، له غیر عادلانه او خودسرانه ګمرکی سیستم او ډیرو لوړو ګمرکی تعرفو ځخه سر ټکوی. په همدی حال سروی شوی کسان د ښځو ګډون په اقتصادی کاروبار کی ښه ارزوی او ډیری شرکتونو ویلی دی چی ښځی باید په اقتصادی چارو کی ډیره وڼډه واخلی، او د پر مخوړونکی ووسی. د ښځو د اقتصادی چارو د ملاتړ کونکو شمیر به متوسطو او لویو شرکتونو کی ډیر دی.

اتاق د یو مطبوعاتی کنفرانس په ترځ کی دی ښاغلی الحاج خانجان الکوزی د مدیره پلاوی لومړی مرستیال په ګډون، ښاغلی الحاج محمد داود یوسفزی د مدیره پلاوی سوداګری مرستیال او ښاغلی محمد قربان حقجو د عامل پلاوی مشر، د سوداګری او صنایعو وزارت معین ښاغلی مزمل شینواری، د افغانستان د صادراتو د پراختیا اداری مشره ښاغلی نجلا حبیب یارو، د حرکت اداری مشر ښاغلی نسیم اکبر، د برشنا شرکت د سوداګری مشر ښاغلی میرویس عالمی، د افغانستان د مرکزی احصایی اداری استازی ښاغلی سید علی آقا او د خصوصی سکتور ګڼ شمیرو استازو په ګدون ۱۳۹۲ کال د سلواغی په ۱۴ مه نیټه دا خڼډونه په داګه کړل.

ښاغلی حقجو وویل چی دا سروی د کاروبار پر وړاندی د خنډونو په اړه ده او ډیر هغه ستونزی او خڼډونه چی په تیر کال کی د هیواد د اقتصادی پراختیا خڼډ شوی دی د ځیرول لاندی نیسی. په دی سروی کی ۹ لاملونه کتل کیږی او ۲۱۰ لوی، متوسط او کوچنی شرکتونه سوری شوی دی.

حقجو د دی سروی د موندلو په هکله وویل: د دی سروی د مالوماتو راټولول د پالیسی جوړونکو بڼسټونو، حکومت، پارلمان او دونر هیوادونه کولای شی مرسته وکړی تر ځو د افغانستان اقتصادی وضعیت و پیژنی او له یو واحد اړخ نه د دی ستونزو او خڼډونو د اوارولو لپاره زیار وباسی.

ښاغلی شینواری د اتاق سروی وستایله او وی ویل: له دی کبله چی دا سروی  د اتاق لخوا چی د هیواد  خصوصی  سکتور استازی ده او له خصوصی سوداګرو سره  په مستقیم ډول خبری شوی دی، نو له همدی امله دا سروی د نړیوال سازمانونو د سرویګانو په پرتله ډیره معتبره او غښتلی ده، نو له همدی امله وزارت به هم د کاروبار پر وړاندی د خڼډونو د لمنځته وړلو لپاره  له همدی سروی نه ګټه واخلی.

ښاغلی عالمی د بریښنا د کموالی له امله د ستونزو په منلو سره، وویل: هغه بریښنا چی په استوګنیزو سیمو که کارول کیږی له اقتصادی لحاظه ګټه نلری او زمونږ پیسی د برق تولیدونکو هیوادونو جیبونو ته ځی. په حال کی چی د برق کارول د صنعتی بڼسټونو کی ارزښت لوړوالی لامل ګرځی، چی په پایله کی د  هیواد د سوداګری بیلانس په مناسبه توګه لوړیږی.

ښاغلی عالمی د هغه پروژی زیری ورکړ چی په راتلونکی کی د هیواد د اړتیا وړ بریښنا برابرولی شی، او په دی برخه کی د ۵۰۰ کیلو واټه بریښنا د لین تمدید له ازبکستان نه کابل ته او د (کاسایک هزار)د پروژی چی د میځنی آسیا بریښنا جنوبی آسیا ته لیګدوی  او له هغه نه ۳۰۰ میګاوات به د کابل ښار ته و ویشل شی، یادونه وکړه چی کولی شی د کابل د بریښنا کموالی تر ۲۰۱۷ کاله له منځه ویسی. هغه د کندهار د بریښنا ستونزی چی اوس هم له حرارتی بریښنا ځخه ګټه اخلی، مهمه و بلله او پریکړه یی وکړه چی د کجکی د توربین د بیارغونی  له لاری دا ستونزه به هم اواره شی.

د اتاق، د کاروبار پر وړاندی د خڼډونو سروی د ۲۰۱۳ کال د دسامبر په میاشته کی  په دریو اقتصادی زونونو کابل،قندهار او بلخ کی او د آلمان د همکاری اداری (جی آی زید) په مالی مرسته تر سره شوی ده.

دیادولو وړ ده چی اتاق د روان کال په لړم میاشته کی بله سروی د کاروبار د وضعیت په اړه تر سره کړه او ویل کیږی چی دا دوه ډوله سروی په هر کال تکرار شی.

دا سروی د دولت او خصوصی سکتور تر منځ د خبرو اترو د پیاوړتیا سرچینه ده او د خصوصی سکتور د ستونزو د په ګوته کولو لپاره ګډه هځونه ده. هیله مند یو چی لوړپوړی اداری، کله اقتصادی قوانین او مقرارت اصلاح او یا جوړوی د اتاق د دی سروی موندنی په پام کی ولری او په راتلونکو مهمو کلونو کی چی کومی پریکړی کوی د خصوصی سکتور ویناوی د اقتصادی ودی او پراختیا  په برخه کی، کارموندنه او د هیواد د عایداتو لوړول په پام کی ونیسی.

ډانلود پی دی اف فایل