د سوداګریز ابتکار مرکز د افغانستان امریکایی پوهنتون لخوا پرانیستل شو

د سوداګریز ابتکار مرکز د افغانستان امریکایی پوهنتون لخوا د امریکی د متحده ایالاتو په مالی مرسته د ۱۳۹۲ کال د سلواغی په ۱۲ مه نیټه د یوی غونډی په ترځ کی چی په کی ګڼ شمیرو حکومتی چارواکو، د افغانستان د سوداګری او صنایعو مشرتابه پلاوی، د بهرنیو هیوادونو استازو او د هیواد خصوصی سکتور ګدون کړی وه پرانیسته او ګټی اخیستنی ته وسپارل شو.

ښاغلی غلام دستیګیر د افغانستان امریکایی پوهنتون د ابتکار مرکز مشر، د دی مرکز د پرانیستلو په غوڼده کی و ویل: له ډیرو کلونو را په دیخوا سوداګری به افغانستان کی د په دودیزه ډول سر ته رسیږی او طمه کیږی چی، د دی سوداګری ابتکار مرکز فعالیت وتوانیږی په افغانستان کی د لومړی زل لپاره خصوصی سکتور د نویو سوداګریزو کړنلارو ځخه باخبر کړی.

د ښاغلی حیدری په وینا، د افغانستان امریکایی پوهنتون مسولانو تر اوسه د سوداګری ۴۰۰ ډولونو په اړه ځیړنی کړی دی. هغه یادونه وکړه چی د افغانستان سوداګر تر اوسه هم د نویو مدیریت تګلاری، پرمختللی ټکنالوجی او بازار موندنه کی له ډیرو ستونزو سره مخ دی.

ښاغلی محمد قربان حقجو د سواداګری او صنایعو اتاق د عامل پلاوی مشر، د دی مرکز له جوړیدلو نه هرکلی وکړ او هیله مندی یی و ښودله چی دا مرکز وتوانیږی لکه د نورو بهرنی هیوادونو په شان د اقتصادی موخو ته د رسیدلو په لاره کی، زمونږ د هیواد سوداګرو او پانګوالو لپاره هم ګټور ورګرځی.

ښاغلی حقجو د امنیت نشتوالی، تاجرانو او تولیدی کارخانو ته د پور ورکولو سیستم او د بازار موندنی په برخه کی د دولت مرسته نکولو باندی انتقاد وکړ، او د دی وضعیت د ښه والی غوښتنه یی وکړه.

ښاغلی مزمل شینواری د سوداګری او صنایعو وزارت د سوداګری معیین وویل: زما به آند د امریکا تر ټولو ښه پانګه اچونه په افغانستان کی همدا امریکایی پوهنتون دی، چی د دی پوهنتون له جوړیدلو سره زمونږ د هیواد ډیری هیوادوال له پوهنیز نصاب ځخه برخمن شول.

هغه هیله مندی وښودله چی د بهرنیو تجاربو لیګد د سوداګری به برخه کی وتوانیږی د هیواد د سوداګری په پراختیا کی ګټور وګرځی.

د افغانستان امریکایی پوهنتون به د (سوداګری ابتکار) تر نوم لاندی فعالیت وکړی او به پام کی لری چی د سوداګری په برخه کی د دغو شان ابتکاری پړاونه د پلی کولو په ترځ کی د افغان سوداګرو او پانګه والو سره مرسته وکړی.