د خصوصی پانګی اچونی را جلبول د روغتونونو په سکتور کی د عامه او خصوصی سکتورونو په ګډون کنفرانس

د عامی روغتیا د وزارت د عامه او خصوصی ګډ واحد،  د سوداګری او صنایعو اتاق او د پانګی اچونی د ملاتړ اداری (آیسا) په مرسته د روغتونونو په برخه کی د خصوصی پانګی اچونی د هځولو او جلبولو کنفرانس د ۱۳۹۲ کال د سلواغی په ۱۳ مه جوړ کړ.

په دغه کنفرانس کی چی د انترکانتیننتال میلمستون په بال روم کی پر لاره اچول شوی وه، د ۱۵۰ تنو په شاوخوا کی، پانګوالو،بانکدارانو، د ملاتړ کونکو ټولنی استازو او سفارتونو ګډون کړی وه.

د دی غوڼډی لوی ویاندان د عامی روغتیا وزیره محترمه ثریا دلیل او د اتاق د عامل پلاوی مشر ښاغلي محمد قربان حقجو، ول.

هغه روغتونونه چی په لوړی پړاور کی د عامه او خصوصی مشارکت ته نوماندان دی، د جمهوریت دوه سوه بستره عمومی روغتون، د شیخ زاید، د مور او ماشوم سل بستره روغتون، او د جناح  دوه سوه بستره عمومی روغتونه دی.

محترمی ثریا دلیل و ویل: د عامی روغتیا وزارت یو له لومړیو هغو وزارتونو ځخه دی چی یو آمریت یی د عامه او خصوصی مشارکت په نوم ۲ کاله مخکی جوړ کړی ده.

میرمن دلیل زیاته کړه: د ملی شمیرو له مخی، چی زمونږ په هیواد کی هر کال ۷۳ سلنه د تداوی لګښت په خپله ناروغ  او نور یی د دولت لخوا ورکول کیږی. دا په دی مانا ده چی هر کال یو کس ۴۲ دالره د روغتیایی خدمتونو باندی لګوی. چی ۳۱ دالره یی په خپله شخص او پاتی نور یی د دولت له بودیجی ځخه ورکول کیږی.

د عامی روغتیا وزیری ټنګار وکړ: روغتیایی پر مخ تللی خدمتونه لکه؛ قلبی،د سینی او سرطانی ناروغی او داسی نور د ډیرو لوړو لګښتونو او پر مختللی ټکنالوجی او غښتلی کسانو ته اړتیا لری چی دولت پر دی نشی کولی چی دا ټول شیان برابر کړی.

ښاغلی محمد قربان حقجو، د سوداګری او صنایعو اتاق د عامل پلاوی مشر، وویل: دا فرصتونه د دی لپاره دی چی فرصتونه او خڼډونه په ګوته کړو چی بلاخره وکولی شو د یو آجندا او یوی ګډی برنامی له مخی په راتلونکی کی د اغیزمنی ګتی اخیستنی لپاره د همت ملا وتړو.

ښاغلی حقجو د هیواد په پلازمینه کی  پانګی اچونی ته په کتو وویل: د خصوصی سکتور،  روغتیا په برخه یو له نورو ستونزو ځخه دا دی چی ۴۵ سلنه پانګی اچونی په کابل شوی او پاتی نور ۵۵ سلنه یی په ۳۳ ولایتونو کی شوی دی. دا دی لامل کیږی ترسو ناروغان د هیواد ګود ګود ځخه د تداوی لپاره پلازمینی ته راشی.

ښاغلی حقجو له هغه پانګوالو ځخه چی د روغتیا په برخه ګی فعالیت کوی و غوښتل، چی موخه یی په اصل کی د اقغانستان خلکو ته خدمت وی نه د ډیری ګټی لاسته راوړل. نو نباید له هغو وسایلو ځخه چی معیاری ندی او یا بی کیفیت دی ګټه وانخیستل شی.حقجو زیاته کړه: پانګوال د روغتیا په برخه کی باید کیفیت لرونکی او ارزان خدمتونه خلکو ته وړاندی کړی.

نوموړی؛ په غیر قانونی ډول د بی کیفیته درملو واردول هیواد ته، یو بل له سترو ستونزو ځخه و بله او ټینګار یی وګړ چی د دی نه باید مخنیوی وشی.

ښاغلی حقجو هیله مندی ځرګنده کړه چی دا برنامه وتوانیږی چی یو ښه پیل او یو نوی پړاو د خصوصی سکتور او د عامی روغتیا وزارت تر منځ د اړیکو لپاره و وسی.

په دغی غوڼډه کی، د خصوصی او عامه مشارکت د پیژندلو د پریزنتیشن پر سربیره، د پنل غړو د ګډون کونکو لخوا  مطرح شویو پوښتنو ته مفصل ځواب ورګړ.