په کابل کې د روغتيا نړېوال ننداتون جوړ شو

د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو اتاق د افغانستان د عامې روغتيا وزارت په همکارۍ د وږي د مياشتې له ۱۲-۱۵ د کابل په ستاره شهر هوټل کې د روغتيا نړېوال نندارتون جوړ کړ.

دا نندارتون د سيمې د هېوادونو سره د اقتصادي او سوداګريزو اړيکو د پياوړې کېدو، په افغانستان کې د روغتيا سکټور د معياري کېدو، نورو هېوادونو ته د درملو، وسايلو او طبي ټکنالوژۍ د معرفي کېدو، د با کيفيته درملو او طبي وسايلو په برخه کې د خارجي او ګډو پانګونو د جلب په موخه په افغانستان کې د بالقوه ظرفيتونو او امکاناتو معرفي کول، د درملو د توريد په برخه کې د افغان سوداګرو او بهرنيو سوداګرو تر منځ د نويو تړونونو د لاسليکولو زمينه برابرول، د هېوادونو تر منځ د نوې ټکنالوجۍ معرفي کول او په هېواد کې د روغتيا سکټور د ودې په موخه د دولتي بنسټونو ترغيب او هڅونې په موخه جوړ شوی و.

ددې نندارتون په پرانسته کې د اتاق د عامل پلاوي رئيس محمد قربان  حقجو، د عامې روغتيا وزارت مسلکي مرستيال ښاغلی ډاکټر احمد جان نعيم، د ولسي جرګې دوهم مرستيال ښاغلي صالح محمد سلجوقي، د ولسي جرګې استازي عبدالقيوم سجادي، د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو اتاق مشرتابه پلاوي او زيات شمير دولتي او نادولتي چارواکو  برخه اخيستې وه.

حقجو  په هېواد کې د درملو کيفیت او د طبي تجهيزاتو کميت ته اشاره وکړه ويې ويل: په افغانستان کې د درملو یواځې اته کارخونې کار کوي چې د هېواد دوه سلنه د اړتيا وړ درمل توليدوي او نور هغه يې د پاکستان، ايران، ترکيې او هندوستان او یو شمير اروپايي هېوادونو څخه واردېږي.

نوموړي د خصوصي سکټور څخه هغه چې د درملو د توليد او يا توريد په برخه کې بوخت دي او هغه چې خصوصي روغتونونه لري، غوښتنه وکړه چې یواځې د مادياتو لپاره کار ونه کړي، بلکې د کورنيو اقتصادي ستونزې دې هم په پام کې ونيسي.

ډاکټر نعيم په هېواد کې د بې کيفيته درملو موجوديت ته اشاره وکړه ويې ويل چې د عامې روغتيا وزارت په دوامداره توګه د درملو پر کيفيت څارنه کوي.

ډاکټر سلجوقي پر خصوصي سکټور د نظارت په برخه کې د دولت د بې وسۍ خبره وکړه ويې ويل چې له بده مرغه دولت په هېواد کې د په شمار مالي سرچينو سره حکومت په دې کلونو کې ډېر فرصتونه له لاسه ورکړل او ويې نه شو کلوی په هېواد کې د پانګوې لپاره سالمه زمينه برابره کړي او همدا ډول د خصوصي سکټور څخه په سمه توګه څارنه وکړي.

په دې نندارتون کې د ايران، افغانستان او پاکستان ۵۰ شرکتونو ( ايران ۲۵ غرفې، پاکستان ۲۰ غرفئ او افغانشتات۸ غرفې) خپل محصولات چې درمل، طبي تجهيزات، ستوماتولوژي، لابراتواري، داروويي صنايع، خوراکي بشپړوونکي، د ورزش او روغتيا صنعت، سنتي طب، ګياهي درملو، ښکلاييز او روغتياساتنې صنايع د څلورو ورځو لپاره نندارې ته ايښي وو.