په افغانستان کې د نړېوال ټرانزيټ سيسټم(TIR) فعال شو

د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو اتاق په خوښۍ سره اعلاموي، چې د تير سيسټم يو ځل بيا په افغانستان کې فعال شو او او افغانستان د ټرانزيټ د نړېوال سيسټم د اته پنځوسم هېواد په توګه له دې نړېوال سيسټم څخه ګټه پورته کوي.

دا حياتي پروژه د ۱۳۹۲ کال د وږي د مياشتې په ۱۳مه نېته د ماليې وزير ښاغلي حضرت عمر زاخيلوال، د ټرانسپورټ وزارت مرستيال ښاغلي جارالله منصوري، د افغانستان د ګمرکونو عمومي رئيس ښاغلي نجيب الله وردګ، د ايکو بنسټ د ټرانسپورټ د برخې رئيس ډاکټر اسماعيل سادات او همدا ډول د اتاق مشرتابه پلاوي او خارجي ډيپلوماتو په حضور کې پرانستل شو.

ښاغلي زاخيلوال ددې ډول یو سيسټم پلي کېدو ته نغوته وکړه او په افغانستان کې يې ددې حياتي سيسټم بيا فعالولو په برخه کې د اړوندو بنسټونو د همکارۍ او هلو ځلو ستاينه وکړه.

دتیر د اړيکو مسؤل ښاغلي مرادبيګ عظيم بيګوف د واټ نړېوال بنسټ د سکرټر جنرال، ښاغلي یومبروتو پريتو پيغام ولوسته. ددې پيغام په يوه برخه کې راغلي: (( موږ نن ورځ ډېر خوښ يو چې یو بل هېواد دا پرکړه کړې چې د تير سيسټم څخه ګټه پورته کړي. افغانستان په برياليتوب سره توانېدلی چې د تير سيسټم ټول معيارونه پوره او مديريت کړي. د تير سيسټم ثابته کړې چې د نړېوالې سوداګرې د اسانتياو په برخه کې له شپيتو کلونو را هيسې د سيمې د ډېرو هېوادونو کې د پام وړ اغېز کړی. له دې کبله موږ له ټولو هغه هېوادونو څخه چې د تير سيسټم څه ګټهنه ده پورته کړې، غواړو چې له ټولو هغه اسانتياو څخه چې ددې بنسټ غړي هېوادونه يې تر لاسه کوي، مطالعه او ددې سيسټم غړيتوب تر لاسه کړي.))

ښاغلي منصوري په افغانستان کې ددې سيسټم د بيا فعاليدو او فعاليتونو په اړه د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو اتاق، ټرانسپورټ وزارت او د هېواد د ګمرکونو په اړه خبرې وکړې: (( افغانستان توانېدلی چې ددې سيسټم ۲۲ لازم معيارونه پوره کړي او اوس ددې سيسټم څخه د ګټې اخيستنې جوګه دی.))

ښاغلي حقجو د هېواد پر صادراتو د تير سيسټم د ارزښت په اړه خبرې وکړې او په صريح ډول يې د ټرانسپورټي او ټرانزيټي شرکتونو غوښتنه وکړه چې خپل فعاليتونه دې سټنډرډ کړي، چې وکولی شي ددې پروژې څخه په اغيزمنه توګه ګټه پورته کړي.

دواټ نړيوال سازمان د څارنې او تفتيش رئيس ښاغلي يولياند جينيګوف حاضرينو ته ددې سيسټم د مديريت او پلې کېدو په اړه د خپلې ارزونې راپور وړاندې کړ ويې ويل: (( د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو اتاق په بشپړه توګه لازم معيارونه پلې کړي او مديريت کړي دی او اوس اتاق صلاحيت لري، چې دتير کارنت صادر کړي.)))

د يادولو ده چې د واټ نړيوالې اتحاديې د حکومت او اتاق د کارکوونکو لپاره د سويس په جينوا، د هرات ولایت، د ترکيې په استانبول او همدا ډول يې په کابل کې د ټرانزيټي شرکتونو لپاره یو ورکشاپ نيولی دی.

د تير نړېوال ټرانسپورټ سيسټتم یو نړېوال سیسټم دی چې د نړېوالې سوداګرۍ او ټرانزيټ په برخه کې اسانتياوې رامنځته کوي چې ددې بنسټ د غړو هېوادونو تر منځ د واټ نړېوال ټرانسپورټي سيسټم پلې کېږي. او د ټرانزيټ او ټرانسپورټ د يوې ويزې په توګه کارول کېږي او د يوه واحدې کړنلاې لاندې کار کوي.

افغانستان د ۱۹۸۳ کال را هيسې دملګرو ملتونو د ۱۹۷۵ تير کنوينشن سره یوځای شوی او د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو اتاق د واټ په نړيوال بنسټ کې دايمي غړيتوب لري. مګر د پخوانيو نا همغږيو له کبله دا سیسټم تر اوسه غير فعال و تر دې چې د ۲۰۱۰ کال د اکتوبر د مياشتې په ۱۸مه نېټه د ټرانسپورټ او ملکي هوانوردۍ وزارت او د واټ نړيوال سازمان تر منځ یو هوکړه ليک لاسليک شو او ور پسې د اتاق او دولت یو لوړه پوړه دولتي پلاوي د ۲۰۱۰ کال د ډسمبر ۷-۸ د ژنيو ښار ته سفر وکړ.

ددې سيسټم په پلي کېدو ټول  د اتاق په شمول ټول دولتي بنسټونه خپل خپل مسؤليتونه او دندې تر سره کوي. اتاق د تير کارنت چې په اصل کې د توکو هم هغه ويزه ده، صادروي. د ټرانسپورټ وزارت د کورني او داخلي ټرانسپورټ د اسانتياو په برخه کې هڅه کوي او د هېواد ګمرکونه د ګمرکي چارو د چټکتيا دنده په غاړه لري.

په افغانستان کې د تير سیسټم د فعاليدو سره د سختو ګمرکي سيسټمونو، د وخت ضايع کېدلو او د سرچينو د زيادو مخنيوی کېږي،  د غړو هېوادونو تر منځ به سوداګري وده ومومي او افغانستان به د ځمکني ټرانسپورټ له لارې ۵۷ آسيايي، آفريقايي او اروپايي هېوادونو  سره یوځای شي چې د هېواد د صادراتو د غوړېدا سبب کېږی.

دا چې افغانستان د آسيا په زړه کې پروت دی، له دې کبله د مرکزي آسيا، منځني ختيځ او سويلي آسيا ترمنځ د وصل د نکتې په توګه به ترې ګټه اخيستل کېږي. ددې سيسټم د فعاليدو سره دمنځنۍ آسیا  او منځني ختيځ هېوادونو او همدا ډول د اروپا په لور سوداګري زياتېږي او دا کار په سیمه کې د اقتصادي ودې سبب کېږي.


د ویلوده چې دا بنسټ د دوهمې نړېوالې جګړې وروسته د اته اروپايي هېوادونو( بلجيم، ډنمارک، فرانسه، هالنډ، ناروې، سويډن، انګلستان او سويس) له خوا په ۱۹۴۸ کال کې د نړېوالې سوداګرۍ د اسانتياو لپاره په ژنيو ښار کې رامنځته شو. په ۱۹۴۹ کال کې د تیر لومړی کنوينشن چې په د واټ نړېوال بنسټ د چوپړتياوو یوه برخه ده، لاسليک شو.

په ۱۹۷۳ کال کې د بلجيم ښار په بروکسل ښار کې د IRUدايمي څانګه جوړه شوه، په ۱۹۸۸ کال کې په مسکو کې او په ۲۰۰۵ کال کې د ترکيې هېواد په استانبول ښار کې د IRU څانګې پرانستل شوې.

اوسمهال دا بنسټ له ۷۴ هېوادونو څخه ۱۸۰ غړي بنسټونه لري. د يادولو ده چې یواځې ۶۸ غړي هېوادونو د تير تړون لاسليک کړی او ۵۷ هېوادونه عملا ددې سيسټم څخه ګټه پورته کوي.