د افغانستان د نفتو لومړۍ تصفيه خونه پرانستل شوه

د کام انټرنيشنل آيل په نوم د افغانستان د نفتو لومړۍ تصفيه خونه چې د کام شرکتونو ګروپ او يوه آزربايجاني شرکت له خوا د ۳۰ مليونه ډالرو په لګښت جوړه شوې، د کانونو او پطروليم وزارت مرستيال ښاغلي عبدالجميل عارض، د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو اتاق د مديره پلاوي د لومړي مرستيال ښاغلي خانجان الکوزي، د مديره پلاوي خدماتي مرستيال ښاغلي الحاج باز محمد باز، د اتاق د عامل پلاوي رئيس ښاغلي محمد قربان حقجو، د بلخ ولايت مرستيال والي محمد ظاهر وحدت، د آیسا ادارې مرستيال او يو زيات شمير خصوصي پانګوالو او چارواکو له خوا د ۱۳۹۲ کال د وږي د مياشتې په ۳مه نېټه د یکشنبې په ورځ د بلخ ولايت په حيرتان ښارګوټي کې پرانستل شوه.

ياد پلاوي د حيرتان بندر کې د کام  انټرنيشنل آيل کمپنۍ څخه ليدنه وکړه او د نوې تصفيه خونې د بنسټ ډبره يې کيښودله.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو اتاق د مديره پلاوي لومړي مرستيال ښاغلي الحاج خانجان الکوزي   په خپلو خبرو کې د کام انټرنيشنل آيل د نوې تصفيه خونې پرانستنه د هېواد په خودکفايۍ کې مهمه وبلله زياته  يې کړه: (( تر هغې چې موږ خپل صنعت پياوړی نه کړو، د ګاونډيو هېوادونو له وارداتو نه شو خلاصيدلی. موږ بايد د صنعتګرو لاسنيوی وکړو او دولت نه هم  غوښتنه کوو، چې د صنعت کارانو سره عملي همکاري او ملاتړ يې وکړي.))

د اتاق د عامل پلاوی رئيس ښاغلي محمد قربان حقجو په هغه خبري ناسته کې چې په همدې موخه جوړه شوې وه د کام انټرنيشنل آيل دا اقدام وستايه او د هېواد په ځان بسيا کېدو کې يې ارزښتمن وباله. حقجو زياته کړه: (( زموږ هېواد له بده مرغه په وچې پورې تړلی دی، زموږ هېواد یو مصرفي هېواد دی ډيری توکي  له ګاونډيو هېوادونو واردوو او يو هغه څه چې زموږ بسيا کېدو لپاره ډېر اړين دي هغه د سون توکي دي.))

د ښاغلي حقجو په خبره  د سون توکي د هېواد پر اقتصاد اغېز ښندي او زياته يې کړه که غواړو چې پر خلکو فشار را نه شي ددې تر څنګ چې لومړني خوراکي توکي ورته په هېواد کې توليد کړو، بايد د سون توکي هم په هېواد کې توليد او تصفيه شي.

د بلخ ولايت مرستيال محمد ظاهر وحدت ددې  ترڅنګ چې د کام انټرنيشنل آيل شرکت پرانسته يې نيک ګام وباله ژمنه وکړه چې په بلخ ولايت کې د سوداګرو د لاسنيوي لپاره هر ډول هلو ځلو ته تيار دي .

د کام انټرنيشنل آيل شرکت د مسؤلينو په وينا د نوې تصفيه خونې د فعاليدو سره به يې د کارخوني د تصفيې چارې ګړندۍ او هره ورځ به زر ټنه تيل تصفيه کوي. دا په داسې حال کې ده چې افغانستان هره ورځ لس زره ټنه تيلو ته اړتيا لري او د ازبکستان،  روسيې، پاکستان او ايران هېوادونو يې واردوي.

دا تصفيه خونه په خپله نوعه کې لومړۍ بڼه ده چې هره مياشت ۴۵۰۰۰ ټنه خام تيل تصفيه کوي او د سټنډرډ ملي ادارې او يوه معتبر سويسي شرکت د مستقيمې څارنې لاندې فعاليت کوي.

د صنايعو او کورنيو تولیداتو او کانونو او غني منابعو د کيندنې په برخه کې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د وروستيو حمايوي پاليسيو ته په پام سره، هيله مندي پيداکېږي چې په دې برخو کې به د پانګونو ميزان لوړ  او د هېواد خام نفت به همدلته تصفيه او بازار ته وړاندې کېږي او آن ګاونډيو هېوادونو ته به صادرېږي. له دې کبله به هم افغانستان له نورو هېوادونو د تيلو تورېد ته اړتيا ونه لري او هم به له هېواده پيسې ونه وځي.