په کابل کې د محاسبې او ارزونې په اړه کنفرانس تر سره شو

د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو اتاق، د افغانستان د مفتشينو او محاسبانو د انجمن، د افغانستان د محاسبانو درهبرۍ ملي کمېټې، باختر پوهنتون او د ډايناميک ويژن محاسبې او تفتيش شرکت له خوا د دوه ورځو لپاره د ۱۳۹۲ کال د زمري ۲۲۶-۲۷ د کابل په انټرکانټينټال هوټل کې له خوا د محاسبې او ارزونې په اړه کنفرانس جوړ شو.

په دې کنفرانس کې د اتاق د مشرتابه پلاوي سربېره د لوړو زده کړو وزير او د محاسبې او ارزونې ۲۵ بيلابيل شرکتونه راغلي وو. ددې کنفرانس او نندارتون جوړوونکو د هر شرکت لپاره یو ځانګړی ميز د هغوی د چوپړتياو د معرفي کولو په موخه برابر کړی و.

ددې کنفرانس څخه موخه، د محاسبانو او مالي ارزوونکو او په افغانستان کې د محاسبينو د رهبرۍ د ملي کمېټې معرفي کول وو. دا انجمن د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو اتاق د قانون سره سم په نږدې راتلونکي کې تاسيس او خپل کالي فعاليت به پيل کړي.

د محاسبينو د رهبرۍ کميټه او همدا راز د محاسبينو او مالي ارزوونکو انجمن به په ټوله کې یو لویه اداره وي، چې د دولتي او غير دولتي کسانو څخه به جوړه وي. ددې انجمن له جوړېدو موخه، د هېواد په محاسبوي سیسټم کې د پاليسۍ جوړول دي او ياده کميټه به همداراز د افغانستان محاسبينو ته رهبري کوونکي او د اعتبار وړ وي، چې له دې وروسته به ټول محاسبین ددې کمېټې څخه د فعالیت جواز تر لاسه کوي.

ددې انجمن او کمېټې یوه بله موخه، د نړېوالو سازمانونو د نظارت لاندې په نړېوالو معيارونو د محاسبې د يو برابر پوهنتون رامنځته کول دي. دا پوهنتون به نه يواځې دا چې خپلو محصلينو ته د محاسبې ځانګړي درسونه ورکوي، بلکې نورو پوهنتونو ته به هم یو ډول د درسي ميتودونو مواد ورکوي.

د لوړو زده کړو وزير ښاغلي پوهاند عبيدالله عبيد د خصوصي لوړو زده کړو موسسو په کمي او کيفي لحاظ  خبرې وکړې چې دا وزارت په کره توګه ددې موسسو  د درسی توکو په کيفیت څارنه کوي، څو هغه محصلين چې له دې موسسو فارغېږي، په لوړه سويه د کار په بازار کې ځای تر لاسه کړي.

د اتاق د عامل پلاوي رئيس ښاغلي محمد قربان حقجو هم د محاسبې او مالي ارزونې په اړه په ځانګړې توګه په هېواد کې د خارجي پانګونو د جلبولو په موخه ارزښتناکه وباله ويې ويل چې اوسمهال  افغاني شرکتونه د خارجي پانګوالو د شراکت په لټه کې دي چې په هېواد کې ګډه پانګونه وکړي، هغه څه چې د خارجې پانګوالو لپاره ډېر مهم دي، د افغاني شرکتونو محاسبوي او مالي سيسټم دی. نو له دې کبله افغاني شرکتونه بايد په خپلو مالي سيسټمونو کې اصلاحات راولي او هڅه وکړي چې خپل مالي سيسټمونه په نړيوالو معيارونو برابر کړي.

حقجو په هيواد کې د حسابدارۍ سيسټم بنسټيز کول او سټنډرډول د يوې اړتيا په توګه ياد کړل او د هېواد د ملا تير په توګه يې ترې يادونه وکړه. ښاغلي حقجو په هېواد کې د حسابدارۍ سيسټم د بنسټيزه کولو په لاره کې پراته خنډونه په لاندې توګه په ګوته کړل:

1-    په هېواد کې د غیر رسمي اقتصاد موجوديت چې له ۶۰ -۷۰ سلنه اقتصاد تشکيلوي. له دې کبله موږ هغه وخت کولی شو يو رسمی اقتصاد ولرو چې په هېواد کې د محاسبې سټنډرډ او بنسټيز سيسټم رامنځته کړو،

2-     په محاسبوي سيسټم کې فساد او د یوې منظمې ادارې نشت چې ورباندې کنټرول او ارزونه يې وکړي،

3-     له هېواد بهر د افغانستان د اقتصاد په اړه د منفي ذهنيت موجوديت- له بده مرغه په هېواد کې د مالي سيسټم  د نشت او د نړېوالو سیسټمونو د نه پلي کېدلو له کبله، ډيری بهرني شرکتونه په افغانستان کې د پانګونې په اړه د شرک او ترديد سره مخ دي چې ددې کار له کبله په هېواد کې د خارجي پانګونو ميزان ټيټ دی،

4-     د دولت د عوایدو کمښت- له دې کبله چې د خصوصي شرکتونو له خوا دولت ته غلط او ناسم بيلانس ورکول کېږي، نه شي کولی د خصوصي شرکتونو څخه کافي مالیه تر لاسه کړي،

5-     د دولتي او خصوصي پوهنتونو تر منځ د همغږۍ نه موجوديت او د هېواد د مالي قوانينو سره د پوهنتونو د درسونو نه همغږي توب،

6-     په هېواد کې د محاسبوي سيسټ د سټنډر او بنسټيز والي لپاره د یوې ځانګړې پاليسۍ نه موجوديت،

7-     په نړېوالو محاسبوي بنسټونو کې د افغانستان د غړيتوب نشت.

د افغانستان د محاسبينو رهبرۍ د ملي کمېټې رئيس ښاغلي پروفيسور عبدالواسع حقيقي وويل له بده مرغه د لوړو زده کړو وزارت د ACCA او FIA محاسبوي سيسټمونو په اړه کوم ځانګړی سنجش نه دی کړی چې دا سرچينې په کومه سويه په پام کې نيول شوي. هغه په هېواد کې پراخه فساد ته نغوته وکړه او ويې ويل له بده مرغه ډير کسان به فساد کې ښکيل دي. نه غواړي په هېواد کې روڼ او معياري محاسبوی سیسټم پلی شي.

د Dynamic Division شرکت رئیس ښاغلي احسان الله مومند چې ددې پروګرام سپانسر هم و،  په هېواد کې په نړيوالو معيارونو د پوره مالي ازرونې او محاسبوي سيسټم د بهير د رامنځته کولو د چټکتيا غوښتنه وکړه ويې ويل،  د نړېوال محاسبوي سيسټم د تر لاسه کولو لپاره په هېواد کې لویو نړېوالو محاسبوي شرکتونو موجوديت اړين دی.

اوسمهال يو کم شمير خصوصي پوهنتونو لکه د افغانستان امريکايي پوهنتون، باختر پوهنتون، کاروان پوهنتون، کاردان پوهنتون او يو شمير نور هغه يې په نړېواله کچه د خارجي استادانو له خوا محاسبوي درسونه پر مخ وړي. له تېر کال را هيسې د افغانستان امريکايي پوهنتون توانېدلی د ACCA سازمان طلايي غړيتوب تر لاسه کړي. ددې بنسټ مرکزي دفتر به لندن کې دی او اوه اويا هېوادونه ددې بنسټ غړيتوب لري.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو اتاق تمه لري چې په هېواد کې د محاسبوي سيسټم د بنسټيزه کيدو او معياري کېدو سره به له يوې خوا په هېواد کې د مالي فساد مخه ونيول شي او له بله پلوه به د خارجي پانګونو د را جلبولو سبب شي.