د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو اتاق د کورنيو توليداتو د ودې او کارځای د پيدا کولو ملاتړی او په عين حال کې د هر ډول انحصار غوښتنې، ددولت د عوايدو د کمېدو او د چاپيريال د ککړېدو مخالف دی

د غضنفر ګروپ شرکت يو کال وړاندې د حيرتانو  په صنعتي ښارګوټي کې د نفتي توکو يو تصفيه خونه جوړه کړه او د اړتيا وړ خامو توکو د توريد په موخه د څو غوښتنليکونو له لارې لومړی د اقتصادي شورا او بيا هم د وزيرانو محترمې شورا څخه د ترکمنستان هېواد څخه د تصفيې په موخه د لس زره ټنه خامو توکو له هغې جملې د خام نفت، د کاندنساټ او کامبوزيټ غاز، خام پطرول او نيمه خام ډيزلو غوښتنه وکړه.

د غضنفر شرکت وايي که ددې تصفيه خونې د کار د پيليدو سره سم به ۴۵۰ تنه کاريګرو نيغ په نيغه او نږدې پنځه زره کسان په غیر مستقيمه توګه کارځای پيدا کړ. سربیره پر دې ددې ډول تيلو تصفيې سره به په هېواد دننه، د مصرفي تيلو لګښت في ټن ۱۰۰ دالره ارزان پلورل کېږي که د نفتي توکو د بيو په ټيټولو کې به هم د پام  وړ تاثيرولري.

دا غوښتنې د لاندې پرېکړې سره سم تصويب شوي دي:

د وزيرانو محترمې شورا  اقتصادي کمېټې د ۱۳۹۲ کال د غبرګولي د مياشتې د نهمې نېټې د اوومې ګڼې پرېکړې سره سم پرېکړه کړې: (( د وزيرانو شورا د اقتصادي کمېټې غړي دېته په پام سره چې د نفتي توکو د نرخونو  په کمېدو  او د کارځای پيدا کولو کې مهم رول لري، د سوداګرۍ او صنايعو وزارت غوښتنليک تائيدوي. له دې کبله د سوداګرۍ او صنايعو وزارت او د نورم او سټنډرډ اداره مؤظفه ده چې د یادې فابريکې د کاري کيفيت د کنټرول په برخه کې په جدي توګه فعاليت  او څارنه وکړي.))

سربېره پر دې د غضنفر ګروپ شرکت د یوه بل غوښتنليک له لارې د وزيرانو محترمې شوراڅخه هر کال په مستمره توګه د ۵۰۰ زره ټنه بېلابېلو تيلو د توريد غوښتنه کړې. د وزيرانو محترمې شورا هم د ۱۳۹۲ کال د غبرګولي د مياشتې د ۶مې نېټې په ۱۱مه ګڼه پرېکړه کې ددې غوښتنليک او همدا ډول د اقتصادي شورا د پرېکړې په اړه داسې

پرېکړه کړې: (( د سوداګرۍ او صنايعو وزارت مؤظف دی چې ددې ډول موادو د واردېدو څخه په يادو تصفيه خونو کې کلکه څارنه وکړي. په بازارونو کې ددې ډول موادو عرضه کول  منع دي او د متخلفينو سره يې قانوني چلند کېږي. همدا ډول  هڅه وشي  چې د هېواد خام نفتي مواد په کورنيو فابريکو کې تصفيه  او پروسس شي. د نورم او سټنډرډ اداره مؤظفه ده چې د تصويب شويو سټنډرډونو سره سم ددې فابريکې د توليدي محصولاتو د د کيفيت کلکه څارنه وکړي.

له بله پلوه د تيلو ۲۱ توريدوونکو شرکتونو د اقتصادي شورا  او وزيرانو محترمې شورا په دې پرېکړو باندې نيوکه کړې او ادعاکوي یو له هغه تيلو څخه چې د غضنفر شرکت يې واردوي د پيچينو تيل دي چې يو ډول نيمه تصفيه تیل دی او د ترکمنستان هېواد يې د هغومره امکانو سره چې لري يې نه شي کولی تصفیه کړي. دا شرکتونه دا اداعاهم کوي چې د غضنفر شرکت يو شمير هغه مواد چې په اصل کې د کمې مودې لپاره لپاره د تيلو د تصفيې د تثبيت لپاره کارول کېږي( دا مواد یواځې د ۴۸ ساعتونه لپاره تيل ثابت ساتي)، دې تيلو سره ګډوي او په ډېره کمه بيه يې بازار ته وړاندې کوي. دا کار نه یواځې نورو ټولو شرکتونو ته زيان رسوي، بلکې د چاپيريال ککړتیا هم هم زيان رسوي.

دا شرکتونه ادعا کوي، سره له دې چې د غضنفر شرکت ياد تيل د خامو توکو په نوم واردوي، ډېر کم ګمرکي محصول ورکوي. په داسې حال کې چې نور ټول شرکتونه د لوړو ګمرکي محصول سره تيل واردوي چې په دې کار سره یو ډول ناسالمه رقابت او انحصار طلبي رامنځته کېږي او نورو ټولو شرکتونو ته زیانمنه تمامېږي. دا شرکتونه له دولته غوښتنه کوي، په هغه صورت کې چې د غضنفر شرکت د يادو تیلو د توريد ايجازه لري، باید د ټولو شرکتونو سره یو ډول چلند وشي او د بېلابيلو تيلو د توريد ایجازه ورته ورکول شي.

د اتاق لومړي مرستيال ښاغلي الحاج خانجان الکوزي په دې خبري ناسته کې وویل چې دولت غواړي په خپلو ګونګو پرېکړو سره د خصوصي سکټور تر منځ تفرقه واچوي. ښاغلي الکوزي همدا راز وويل چې د غضنفر شرکت هره ورځ د ۲۵ ټنه تيلو د تصفيې توانايي لري، په داسې حال کې چې په هېواد کې هره ورځ د تيلو اړتیا له ۱۰ ټنو زياته ده. له دې کبله حکومت بايد په خپله هڅوونکي پاليسۍ  کې هم د کورنيو تودليداتو ملاتړ ته پام وکړي او په عين حال کې د هېواد اړتيا هم په پام کې ونيسي.

ددې موضوع په اړه د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو اتا ليدلوری:

د چاپيريال د ککړتيا د مخنیوي، د ناسالمه رقابت، د دولت د عوايدو د لوړېدو او د مستهلکينو د حقوقو څخه د ملاتړ ته  په پام سره، د يادې شخړې د حل لارې په موخه، د غضنفر ګروپ په تصفيه خونه کې د تصفيه شويو نفتي توکو د کيفیت د څرنګوالي لپاره او همدا ډول د نورو ټولو شرکتونو د ضرر د مخنيوي په موخه، د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو اتاق له حکومته غوښتنه کوي چې د اتاق، سټنډرډ د ملي ادارې، د سوداګرۍ او صنايعو وزارت، غضنفر ګروپ شرکت او د نفتي توکو د واردوونکو سوداګرو یو ګډ کميسون جوړ چې يادې شخړې ته يوه مناسبه حل لاره ولټوي.