اتاق د سارک د سوداګرۍ او صنايعو اتاق د اجرائيه کمټې په اته پنځوسمه ناسته کې ګډون وکړ

د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو اتاق يو پلاوی چې د اتاق سوداګريز مرستيال ښاغلي الحاج محمد یونس مومند، د تاق د عامل پلاوي د پاليسۍ مرستيال ښاغلي عتيق الله نصرت د سارک د سوداګرۍ او صنايعو اتاق په اته پنځوسمه ناسته کې چې د ۱۳۹۲ کال د زمري د مياشتې په ۲۶مه د مالديف هېواد په مالي ښار کې جوړه شوې وه، د برخه واخيسته.

دا ناسته د مالديف د اقتصادي پراختيا وزير شاغلي احمد محمد، د توريزم، هنر او فرهنګ وزير ښاغلي احمد اديب عبدالغفور او د سارک د سوداګرۍ او صنايعو اتاق رئيس ښاغلي ویکرامجيت صحني له خوا پرانستل شوه.

په دې ناسته کې د کال په دريمه ربع کې د سارک د سوداګرۍ او صنايعو اتاق پر فعاليتونو چې د ځوانو پانګوالو په مشرتابه شورا کې تغيرات، په سويلي آسیا کې د مالي همکاریو په اړه د سيمينار جوړولو، د فکری ملکيتونو  د نړېوالې ورځې نمانځنه، د سيمه ييز يو موټي توب په اړه مرستو شريکولو سيمينار، په سويلي آسيا کې د سوداګرۍ د پراختيا څلورم سيمينار، په چين کې د سويلي آسيا اتمه ناسته او یو شمېر نور فعالیتونه شامل وو. او ورباندې خبرې اترې وشوې. ياد راپور د اجرائيه کمېټې له خوا تاييدشو.

وروستهتر ۲۰۱۴ کال پورې د سارک د سوداګرۍ او صنايعو اتاق پرراتلونکو فعاليتونو د سارک د سوداګرۍ او صنايعو اتاق د سکرتر جنرال ښاغلي اقبال تابش له خوا معلومات وړاندې شو:

1-    د پاکستان په کراچۍ ښار کې د پاکستان او اندونيزيا تر منځ د سوداګريزو اړيکو په اړه د ۱۳۹۲ کال د تلې په ۴مه نېټه سيمینار،

2-    د پاکستان په اسلام اباد کې د ۱۳۹۲ کال د ميزان په ۵مه نېټه د سويلي آسيا د اقليمي او انرژيکي بدلونونو په اړه کنفرانس،

3-     د ۱۳۹۲ کال د تلې مياشتې په ۶مه نېټه د پاکستان په لاهور ښار کې د سویل آسيا د ځوانانو ټولېدنه،

4-     د هندوستان په نوي ډهلي کې د ۲۰۱۳ کال د اکتوبر په مياشت کې د سارک د مشرتابه ځانګړې ناسته،

5-     په بوتان کې د ۱۳۹۲ کال د لړم د مياشتې په ۱۱مه نېټه د اتاق د غړو هېوادونو د ظرفيتونو د لوړاوي ورکشاپ،

6-    په افغانستان کې د د پانګونې او سوداګرۍ د فرصتونو په اړهد ۱۳۹۲ کال د لړم په ۲۷مه نېته د سارک اتاق نهه پنځوسمه ناسته او سيمينار،

7-    د سريلنکا به کولمبو ښار کې د ۱۳۹۲ کال د وږي په ۱۱مه نېټه د سارک پنځمه اقتصادي ناسته،

8-     د ۱۳۹۲ کال د لړم د مياشتې په ۲۱مه نېته د سريلنکا په کولمبو ښار کې د مشترک المنافع هېوادونو سوداګيره ناسته.

په دې ناسته کې د سارک هېواد اته تنه ځانګړي غړي چې د پاکستان او هندوستان هېوادونو څخه وو، هم تصويب شول.  سر بېره پر دې د ويزو د سټيکرونو موضوع چې اوسمهال هر غړی هېواد کولی شي یواځې سل هغه يې  په واک کې لري، هم بحث لاندې ونيول شوه، په پای کې پرېکړه وشوه چې د سارک د د ۲۰۰ سټيکرونو وړانديز دي د يو کال لپاره او د کثيرالمسافرت لپاره د سارک سازمان د سکرتريت له لارې د سارک غړو هېوادونو د وزيرانو په لومړۍ ناسته کې وړانديز شي.

ددې ناستې په يوه برخه کې د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو اتاق پلاوي وړانديز وکړ چې د لومړي ځل لپاره د سارک اتاق  نهه پنځوسمه اجرائيوي ناسته او همدا راز   د سارک د سوداګرۍ او صنايعو اتاقونو د پانګوالو تر منځ د سوداګريز تواصل کنفرانس په کابل کې تر سره شي چې دا وړانديز هم ومنل شو.