په کابل کې د چرمي صنايعو لومړی نندارتون جوړ شو

د افغانستان د آزادۍ د بیرته اخيستلو په وياړ د لومړي ځل لپاره  په کابل کې د کسبګرو د ملي اتحاديې له خوا د نويو ماريکټونو د پراختيا پروژې، جي آی زيد  په مالي مرسته او د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو اتاق په همکارۍ د کابل په قصر دنيا هوټل کې د چرمي صنايعو لومړی ملي نندارتون د ۱۳۹۲ کال د زمري د میاشتې له ۲۷- ۲۹مې نېټې جوړ  شو.

په دې نندارتون کې ۱۰۰ وړې کار وړو او متوسطو کارخونو له شپږو بېلابېلو ولايتونو( کابل، کندز، تخار، ننګرهار، هرات او سمنګان) خپلي توليدي توکي د درې ورځو لپاره نندارې ته ايښي وو، چې له دې جملې هټۍ يې د ميرمنو اړوند وې.

ښاغلي سپاهي د کسبګرۍ فعاليتونه له ميلاده زرونه کاله وړاندې وبلل او د غازي امان الله خان څخه يې له دې کبله هم مننه وکړه چې د هېواد آزادۍ د بيرته اخيستلو تر څنګ يې د صنايعو په بيلابيلو برخو کې هم بدلونونه راوستل.

د کسبګرو د ملي اتحاديې رئيس د افغانستان حکومت ته ځانګړي وړانديزونه وکړل چې له دې جملې په جوی شير کې د دولتي انحصاراتو په ګدامونو کې  د چرم صنعت د يوه محتمع جوړول، د دولتي ادارو له خوا د داخلي بوټانو اخيستل،  د چرمي محصولاتو لپاره په خارجي مارکيټونو کې د بازار پيدا کولو اسانتياوې برابرول، ددې صنعت د دستګاه غښتلي کول او په اسانو شرايطو د پورونو د ورکړې د يوه صندوق جوړول.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزير ښاغلي ډاکتر انوارالحق احدي ددې نندارتون جوړول يو نيک ګام وباله او ويې ويل: (( د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو وزارت د وروستیو دوه کلونو په اوږدو کې د چرم او پوستکي په اړه زياتې څېړنې کړي دي او دې پايلې ته رسېدلی چې افغانستان کولی شي په نړيوالو بازارونو کې د چرم او پوستکي په برخه کې ښه رقابت وکولی شي.))

د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو اتاق د عامل پلاوي رئيس ښاغلي محمد قربان حقجو د کوچنيو، منځنيو او لويو تشبثاتو په  اړه خبرې وکړې او د افغانستان د خلکو د ژوندانه د وضعيت د ښه کيدا په برخه کې د کوچنيو او منځنيو تشببثاتو څخه د يوه مهم فکتور په توګه يادونه وکړه.

د حقجو په خبره: (( موږ کمې داسې کارخونې لرو چې له سلو زيات کارکوونکي په کې په دنده بوخت وي. نو له دې کبله زموږ اقتصاد په کوچنيو او متوسطو تشبثاتو متکي دی.))

د يادولو ده چې د کوچنيو او منځنيو تشبثاتو د پراختيا په پاليسۍ کې هغه پانګون ته چې له ۱- ۵ کارکوونکي ولري د ډيرو کوچنيو پانګونې، هغه تشبثات چې کارکوونکي يې له ۵-۲۰ وي د کوچنيو تشبثاتو، هغه چې کارکوونکي يې له ۲۰-۱۰۰ وي د متوسطو او هغه چې کارکوونکي يې له ۱۰۰ زيات وي د لويو پانګونو په نوم يادېږي.

ښاغلي حقجو د ځینو هيوادونو په ناخالصو توليداتو کې د کوچني اقتصاد رول لکه د چين ۶۰ سلنه، امريکا ۷۰سلنه، چک ۵۰ سلنه او زموږ هېواد تر ۹۰ سلنه وباله. هغه د کوچنيو او متوسطو تشبثاتو د پراختيا لپاره لاندې دلیلونه وړاندې کړل:

1-    د کارځای د پيدا کولو په برخه کې مهم رول لري. د ښارواليو له خوا د ۵۰۰۰ کاري جوازونو ثبتول په خبله ددې خبرې تائيد کوي،

2-    د فقر او بې بضاعتۍ په برخه کې رول – ځکه د افغانستان په څير يوه هېواد کې نه شو کولی یواځې د لويو تشبثاتو له لارې فقر له منځه يوسو،

3-    د اقتصادي امکاناتو څخه د ګټې اخيستنې په برخه کې د کوچنیو او متوسطو پانګونو رول،

4-   له هېواد څخه د پيسو د فرار مخنيوی،

5-    د خلکو لپاره د مسلکي او حرفوي زده کړو مسئله،

6-    د کورنيو د مالي بنياد پياوړي کول،

7-    د اقتصاد د رسمي کېدو سره همکاري کول،

8-   د خلکو څخه د مالياتو ټولولو له لارې د عوايدو ډېرېدل،

9-    د ابتکار او نوښتونو هڅونه،

10-                       د نړۍ ليد او توریزم د سطحې لوړولو په برخه کې د کوچنیو او منځنیو پانګونو رول،

11-                       د اقتصادي ودې تر څنګ د خلکو د هنر او فرهنګ د ودې په برخه کې د کوچنيو او منځنيو پانګونو رول او ارزښت.

ددې نندارتون په پرانستونکي غونډه کې د پورته ښاغليو سربېرته د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو اتاق د مديره پلاوي لومړي مرستيال ښاغلي الحاج خانجان الکوزي، کابل ښاروال محمد يونس نو انديش، د صادروونکو د اتحاديې رئيس الحاج محمد حسن، د افغانستان د صنايعو سراسري اتحاديې رئيس ښاغلي عبدالجبار صافي، د بېلابېلو انجمنونو او اتحاديو رئيسانو، د ښځو چارو وزارت، جي آي زيډ او لسګونه کسبګرو استازو هم په کې برخه اخيستې وه.