افغانستان ته د آذربايجان د پانګوالو پلاوی راغی

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت په همکارۍ د کانونو، نفتو او غازو  سکټورونو څخه يو شپږکسيز اذربايجاني پلاوی د ۱۳۹۲ کال د زمري د مياشتې په ۲۲مه نېټه افغانستان ته راغی او د افغانستان د بهرنيو چارو، کانونو او پطروليم او سوداګرۍ او صنايعو وزارتونو، د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو اتاق د مشرتابه پلاوي او آيسا ادارې سره وکتل.

ددې سفر څخه موخه، د کاني ډبرو د پروسس او غازو او تيلو د استخراج د سکټورونو په برخه کې د پانګونې د وضعيت ارزونه وه. دې ته په پام سره چې په دې وروستيو کې د افغانستان حکومت د کانونو، ودانيز، صنعت، د صادراتو د پراختيا او کرنې د سکټورونو په برخه کې د پانګونې يوه هڅونکي پاليسي تصويب کړه، د خارجي پانګوالو د هڅونې او تشويق سبب شوې ده.

په دې ليدنه کې د افغانستان مشرتابه پلاوی، په افغانستان کې د پانګونې د بالقوه ظرفيتونو، اقتصادي قوانينو او نوې هڅوونکې پاليسۍ په اړه ياد پلاوي ته کره او دقيق معلومات وړاندې کړل.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو اتاق د عامل پلاوي رئيس ښاغلي محمد قربان حقجو په وروستيو کلونو کې د آذربايجان د پام وړ پرمختګ ته په نغوتې سره وويل چې په ۲۰۰۷ او ۲۰۰۹ کلونو کې آذربايجان په خپل اقتصادي سيسټم کې يو لړ اصلاحات راوستل او دا اصلاحات ددې سبب شول چې اوس دې هېواد د پام وړ پرمختګ کړی. حقجو وويل: (( آذربايجان کولی شي د اقتصادي اصلاحاتو په برخه کې د افغانستان لپاره یوه ښه بېلګه شي، په ځانګړې توګه د قوانينو او مقرراتو په برخه کې.))

د اتاق د مديره پلاوي لومړي مرستيال ښاغلي خانجان الکوزي هم د آذربايجان له لارې منځنۍ آسيا ته د ټرانسپورټي دهليز يادونه وکړه او نغوته يې وکړه چې په دې برخه کې د آذربايجان د حکومت همکاري کولی شي نړیوالو بازارونو ته د افغانستان د لاسرسي په برخه کې مرسته وکړي.

د آذربايجاني پلاوي رئيس شاغلي نظامي پيرايف د آذربايجان د وروستيو پانګونو په اړه چې پنځه کاله وړاندې تر سره شوي اشاره و کړه، ويې ويل چې افغانستان د پنځه کاله وړاندې په پرتله زيات پرمختګ کړی او اوسمهال هم د پا نګونې ډېر بالقوه ظرفيتونه لري.

هغه وويل: (( ددې ډول سوداګريزو پلاوو سفرونه کولی شي د نورو پانګوالو ليوالتيا هم زياته کړي.))

په پاکستان او افغانستان کې د آذربايجان سفير ښاغلي دانشگین شیکراف  ددواړو هېوادونو پخوانيو اړيکو ته په ځانګړې توګه د استانبول او توکيو په پروسه کې اشاره وکړه او ویې ويل چې اذربايجان تل په دې پروسه کې د افغانستان څخه ملاتړ کړی او کوي يې.

نوموړي وويل چې اوسمهال یې د هېواد ۱۰۰ تنه پوځيان  په افغانستان کې د آيساف ځواکونو په صفونو کې خدمت کوي. ښاغلي شيکراف وويل: (( موږ په فرهنګي او نړيوال برخه کې د افغانستان سره ډېرې ښې اړيکې لرو او غواړو چې اوس خپلې اقتصادي اړيکې هم پراخه کړو. ))

د بهرنيو چارو وزارت د اقتصادي همکاريو رئيس ښاغلي وحيدالله ويسي وويل چې تېر کال يې د آذربايجان په پلازمينه باکو کې خپل سفارت پرانيست او د آذربايجان حکومت هم په پام کې لري چې راتلونکی کال په کابل کې خپل سفارت پرانيزي. نوموړي د کابل ـ باکو ترمنځ مستقيمو الوتنو ته هم اشاره وکړه چې په نږدې راتلونکي کې به پيل شي.

دآذربايجان او افغانستان تر منځ د لومړۍ ګډې پانګونې په لړ کې د افغانستان د نفتو د تصفيې يو شرکت( د کام د نفتو نړېوال شرکت) ( د کام ګروپ شرکتونو یو برخه) د ۳۰ مليونه ډالرو پانګونې سره د يوه آذربايجاني شرکت سره په ګډه او د يوه سويسي شرکت او همدا ډول د افغانستان د نورم او سټنډرډ ادارې په ارزونې او نظارت سره پانګونه وشوه.

دا پانګونه به په افغانستان کې  په خپله نوعه کې لومړۍ بڼه وي.

په وروستيو کلونو کې د آذربايجان د پام وړ اقتصادي پرمختګ ددې سبب شوی چې دا هېواد د نړېوالې سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې خپلو هڅو ته پراختيا ورکړي. له دې کبله ددې هېواد پانګونې د پراختيا ادارې همدې موخې ته د رسېدو لپاره په ۲۰۱۳ کال کې ۲۰ مليارده ډالر ځانګړي کړي دي. د مرمرو ډبرو ته د آذربايجان د اړتيا او په افغانستان کې د مرمرو ډبرو د غني سرچينو او همدا ډول د غازو او تيلو د لويو زيرمو د موجوديت له کبله داسې هيلې پيدا کېږي چې د آذربايجان له خوا ددې لوړې بودجې څخه به د پام وړ يې په  افغانستان کې ولګول شي.

له بله پلوه، آذربايجان او افغانستان د منځنۍ آسيا تر منځ د تور سمندرګي پورې د ټرانسپورټي دهيليز د جوړولو  په موخه هم په ګډه کار کوي چې اروپا ته د افغانستان د سوداګرۍ لار پرانستل شي. دا دهليز د آذربايجان له خوا د باکوـ ګرجستان هېواد د تبلس ـ د ترکيې غرس ايالت او تور سمندرګي له لارې بشپړ شوی. له دې کبله افغانستان کولی شي له دې دهليز څخه ترکمنستان – کاسپين سمندرګي – آذربايجان له لارې ګټه پورته کړي او خپل توکي د اروپايي اتحاديې بازارونو ته په اسانتيا سره ورسوي.

د يادولو ده چې د بهرنيو چارو محترم وزارت په همکارۍ او  په آذربايجان کې د افغانستان د لوی سفير ښاغلي شاکر کاګر په هلو ځلو سره ټاکل شوې چې د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو اتاق او د آيسا اداره په نږدې راتلونکي کې د آذربايجان په باکو ښار کې د افغانستان- آذربايجان ګډ سوداګريز نندارتون په لاره واچوي.

د دواړو هېوادونو افغانستان- آذربايجان تر منځ په ۲۰۱۲ کال کې۱۱۹،۹۹ مليونه ډالرو ته رسېږي چې د ۲۰۱۱ کال په پرتله دا ميزان ۱۹،۶۶ سلنه زيات شوی دی.