اتاق ۲۰۰۰ بې بضاعته کورنيو ته خوراکي توکي ووشل

د روژې په مبارکه مياشت کې د بې بضاعته کورنيو او اړو کسانو سره د اتاق د مرستو د لړۍ په بهير کې د اتاق د سخاوت صندوق څخه ۲زره اړو کورنيو ته چې په ټوله کې د دولتي ادارو اجيران په کې شامل وو، خوراکي توکي وويشل. په دې خوراکي توکو کې يوه پنځوس کيلويي بورۍ اوړه، يو پنځلس کيلويي بورۍ وريجي، غوړي، بسکويټ او د کالو مينځلو پورډر شامل وو.

په هغه خبري ناسته کې چې د ۱۳۹۲ کال د زمري د مياشتې په ۱۰مه نېټه  په همدې موخه د اتاق په مقر کې جوړ شوی وی، د اتاق د عامل پلاوي رئيس ښاغلي محمد قربان حقجو وویل: (( دا د مرستو اوومه لړۍ ده چې د ۱۵۰ زره امريکايي ډالرو په ارزښت سره اړو کسانو باندې ويشل کېږي.))

یادې مرستې چې د هېواد د ملي سوداګرو او شرکتونو هر یو د افغانستان سوداګريز بانک، حاجي عبدالواسع فقيري، د حاجي  نجيب پاينده محمد شرکت، د عمرزي شرکت، د حاجي نادرشاه شرکت، د حبیب ګلزار شرکت، توکل شرکت او سمارټ شرکت له خوا تمويل شوې وې.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو اتاق د سخاوت صندوق په پام کې لري راتلونکې اونۍ ددې مرستو د لړۍ وروستۍ مرحه تر سره کړي. په دې مرحله کې به ټولو اړو کسانو باندې مرستې وویشل شي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو اتاق سوداګر هڅوي چې هغوی هم په داسې پروګرامونو کې د اړو کسانو او کورنيو سره چې معيوبين ولري مرسته وکړي.

د سخاوت صندوق څلور کاله  وړاندې د سوداګرۍ اوصنايعو اتاق د خيريه پروګرامونو په چوکاټ کې رامنځته شو او اساسي موخه يې اړو کسانو سره مرسته ده. دې بنسټ په دې څو کلونو کې د سږ کال په شمول د ۱۸ زره کورنيو سره په کابل او ولايتونو کې د خوراکي توکو مرسته کړې ده.