افغان پلاوي د نړېوال سوداګريز بنسټ(WTO) سره د افغانستان د څلورمې الحاقي ناستې غونده ګډون وکړ

د افغانستان د سوداګرۍ ا وصنایعو اتاق د مديره پلاوي لومړي مرستيال ښاغلي خانجان الکوزي، د نړېوال سوداګريز بنسټ WTO سره د افغانستان د الحاقي ناستې په څلورمه غونډه کې  چې د ۱۳۹۲ کال د چنګاښ د مياشتې له ۳۱ مې د زمري تر ۴مې   ددې بنسټ په مقر  جينيو ښار کې تر سره شوه، برخه واخیسته.

په دې ناسته کې د افغانستان په استازيتوب د اتاق له استازي پرتهو د هېوادد بهرنيو چارو وزارت، د سوداګرۍ او صنايعو وزارت، پارلمان او ګمرکونو استازو هم برخه اخيستې وه.

په بېلابېلو ناستو کې چې د مختلفو هېوادونو سره تر سره شوې، په ډېرو موضوعاتو خبرې وشوې چې له دې جملې په نړیوال سوداګريز بنسټ کې د افغانستان د غړيتوب پر شرايطو خبرې وشوې او ښې پايلې يې هم درلودې.

ددې سازمان په عمومي ناسته کې چې د نړۍ ۱۳۰ هېوادونو استازو په کې برخه اخيستې وه، د افغانستان له خوا د اتاق استازي د هېواد د خصوصي سکټور په استازيتوب او د بهرنيو چارو، سوداګرۍ او صنايعو وزارتونو او همدا ډول د پارلمان او ګمرکونو استازو هم په کې برخه درلوده. دې ناستې درې ساعته دوام وکړ او له ۸۰ زیاتو هېوادونو خپلې پوښتنې وړاندې کړې چې د افغانستان له خوا ورته ځوابونه ورکول شول چې تر ډېره د پوښتونکو د قناعت وړ وو.

پوښتنې په ټوله کې د قوانينو، اداري فساد، اضافي ټکسونو او د ښاروالۍ، سرې مياشتې، سړکونو، ټرانسپورټ، تلې او بيارغونې تر نومونو لاندې د ګمرکې تعرفو په اړه وې. ډيری هېوادونه په دې آند وو چې د نړۍ په هيڅ هېواد کې پر عايداتو د مالياتو پرته دا ډول ټکسونه معمول نه دي او په افغانستان کې هم بايد له دې ډول بې ځايه اخيستنو  مخه ونيول شی او که ونه نيول شي افغانستان نه شي کولی د WTO غړیتوب تر لاسه کړي.

ښاغلي الکوزي دا ناسته د افغانستان لپاره مهمه وبلله او زياته یې کړه : ((  موږ په دې پنځه ورځو کط د بېلابېلو هېوادونو سره چې د  نړېوال سوداګريز بنسټ WTO غړيتوب لري وکتل او د هر يو سره مو مفصلې خبرې وکړې. په دې منځ کې مو د امريکا، کاناډا، جاپان، ترکيې، ټايلنډ او اروپايي اتحاديې د استازو سره مهمې کتنې درلودې.))

ښاغلي الکوزي زیاته کړه: (( موږ د کاناډا او جاپان هېوادونو سره پايليزې خبرې درلودې او هغوی په ټوله کې زموږ غوښتنې ومنلې او همدا ډول مو ځنې هوکړه ليکونه هم لاسليک کړل. مګر جاپان د هغه لس ماډله ښکته موټرونو په اړه ملاحظات درلودل چې د افغانستان د حکومت له خوا ممنوع الورود شوي دي او په دې برخه کې يې د بيا کتنې غوښتنه کوله چې همدا اوس په جاپان کې شل ماډله ښکته موټر ګرځې او د ګټې اخيستنې اجازه لري او په وينا يې چې تاسو بايد  هغه موټر ممنوع الورود کړئ چې ماډل يې ډېر ټيټ وي.))

د ښاغلي الکوزي په خبره په دې ناسته کې د امريکا او جاپان له خوا په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې له هغې جملې د کانونو په برخه کې د پانګونې ليوالتيا وښودل شوه او په ځانګړې توګه امريکا د پانګوالو یو ۱۲۳ کسيز لست وښوده چې په افغانستان کې د پانګونې ليواله دي، مګر د دولتي ارګانونو کې د فساد  او د ښارونو په دروازو کې د بې ځايه اخيستنو  له کبله او همدا ډول د ځانګړو قوانينو د نه موجوديت له کبله په ځانګړې توګه د کانونو د کيندنې په برخه کې او د قانون د ۱۱۰ مادې چې د افغان کار کوونکو په ګمارنه ټينګار کوي، نيوکه کوي او ټينګار کوي چې موږ خپلو مسلکي کارکوونکو ته اړتيا لرو.

ښاغلي الکوزي دا ناسته په ټوله کې ګټوره وبلله چې دا د افغانستان لپاره يو شه فرصت دی چې په WTO کې د غړيتوب تر لاسه کولو په موخه شرایط برابر کړي. دا په داسې حال کې ده چې ځينو هېوادونو لکه روسيه او ايران د خپلو ټولو هڅو سره سره نه دي توانېدلي ددې بنسټ غړيتوب تر لاسه کړي. مګر د افغانستان د غړيتوب لپاره ددې سازمان د غړو هېوادونو ليوالتيا زیاته ده.

په همدې ترتیب د اتاق استازي  په WTO کې د ترکيې د استازي سره په کتنه کې د ترکيې استازي د ترکيې په ۱۰۴ وارداتي توکو باندې د ګمرکي تعرفو د کمښت غوښتنه وکړه چې ډېری هغه يې سبزيجات او ميوه ده چې د افغانستان له خوا د استدلال په وړاندې کولو سره ترکانو ومنله چې د افغانستان د اړتيا او شرايطو سره سم به عمل کوي.

هغه مخ لیک چې د افغانستان دولت له خوا دې سازمان ته وړاندې شو د بېلابېلو عکس العملونو سره مخامخ شو. د ډېرو په آند دا مخ ليک ډېر پيچيده او مغلق ليکل شوی او بايد په کې تعديلات او زياتې اسانتیاوې رامنځته شي.

هغه هېوادونه چې د WTO غړيتوب لري،  يو لړ پرنسيپونو او اصولو ته ژمن دي ، چې د هغې سره سم امتيازات او اسانتياوې چې ددې بنسټ د غړو هېوادونو لپاره په پام کې نيول شي، بايد  په ټولو يو ډول پلې شي.