د هالنډ ملکې ښاغلي احسان طره باز په مډال ونازوه

په يوه محفل کې د هالنډ د لاهه ښاروال د هالنډ د ملکېمدال  Knight in the order of Orange- Nassau په استازيتوب، د افغان هالنډ سوداګريز اتاق رئيس ښاغلي احسان طره باز ته دده د مثبتو هلو ځلو او کارونو او فعاليتونو له کبله د دواړو هېوادونو د اړیکو ښه کېدا په موخه په ځانګړې توګه د سوداګريزو اړيکو د پياوړې کېدو په موخه مډال ورکړ.

ښاغلی طره باز په روتردام او آمستردام ښارونو کې د افغانستان جنرال قونسل او د افغانستان – هالنډ د سوداګريز اتاق رئيس دی.

په دې ناسته کې چې په هالنډ کې د افغانستان سفير ښاغلي عنايت نبيل او د افغانستان د سفارت استازو هم برخه اخيستې وه، د لاهه ښاروال د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګريزو اړيکو د پياوړې کېدو په برخه کې د ښاغلي طره باز د فعاليتونو ستاينه وکړه. ښاغلي نبيل هم د لنډو خبرو په ترڅ کې دافغانستان د اسلامی جمهوريت د دولت سره د ښاغلي طره باز همکاري وستايله او دا چې په هالنډ کې د افغانستان د ډيپلوماتيک حظور وړاندې ددواړو هېوادونو د اړيکو په ځانګړې توګه د هالنډ د پانګونو د را جلبولو په برخه کې يې ګټور کارونه تر سره کړي دي. د افغانستان سفير ښاغلي طره باز ته د  هالنډ د ملکې له خوا ددې مډال ورکولو مبارکي ورکړه.

ښاغلي طره باز په ۱۹۵۹ کال کې په کابل کې زيږېدلی چې په ۲۱ کلنۍ کې هغه وخت چې حس کوی، کمونيستي رژيم يې د نیولو په هڅه کې دی، افغانستان پرېږدي او په هالنډ کې پاتې کېږي. نوموړي خپلې لوړې زده کړې په امستردام او ليدن پوهنتون کې په سياسي علومو او نړيوالو اړيکو کې  تر سره کړي. نوموړی د ۱۹۹۱ کال را هيسې تر اوسه په بېلابېلو موقفونو کې خپل هېواد ته خدمت تر سره کړی.

ښاغلی احسان طره بازه د ( د افغانستان دوستانو بنسټ) له بنسټګرو څخه دی. دا بنسټ  د افغانستان د فرهنګي او ښوونيزو پروګرامونو په اړه د افغانستان د دوستانو د نظرونو له ټولولو په موخه جوړ شوی چې تر اوسه يې د نړېوالو مرستو په برخه کې د پام وړ فعاليتونه تر سره کړي دي.

نوموړی همدا ډول د ۲۰۰۳ کال را هيسې تر اوسه د هالنډ د سوداګريزې پراختیا شورا تر سيوري لاندې د هالند – افغانستان د سوداګريز اتاق رياست په غاړه لري. په دې اتاق کې د نوموړي ګټورو فعاليتونو له کبله د دواړو هېوادونو تر منځ سوداګريزې اړيکې ښې شوي او په افغانستان کې د هالنډي  پانګوالو لپاره د پانګونې د بالقوه فرصتونو د پژندنې زمينه برابره شوې ده.