د افغانستان صادرات د تېر کال په پرتله ۴۰ سلنه زيات شوي دي

سره له دې چې د افغانستان صادرات د ډېرو ستونزو او خنډونو سره مخ و، مګر د تېر کال په پرتله  سږ کال د کال په لومړۍ ربع کې نږدې څلويښت ۴۰٪ زيات شوي دي. په هغه خبري ناسته کې چې د روان ۱۳۹۲ کال د زمري په ۶مه نېټه د اتاق د کنفرانسونو په سالون کې جوړه شوې وه، د اتاق د عامل پلاوي رئيس ښاغلي محمد قربان حقجو، د اتاق د مديره پلاوي سوداګرۍ او صنايعو مرستيال ښاغلی الحاج يونس مومند د سوداګرۍ او صنايعو وزارت د صادراتو د پراختيا رياست عمومي رئيس مېرمن نجلا حبيب يار،  د افغانستان د صادروونکو د اتحاديې رئيس ښاغلي الحاج محمد حسن او يو شمېر سوداګرو او صادروونکو په کې برخه اخیستې وه.

ښاغلي حقجو د افغانستان د صادراتو د ډېرېدو په اړه وويل: (( د افغانستان صادراتو سږ کال په لومړۍ ربع کې د تېر کال په پرتله له کانونو پرته په ټولو برخو کې پرته زيات شوي دي.)) هغه زياته کړه : (( د صادراتو له پله د کال دوهمه ربع تر ټولو ښه موسم وي او موږ تمه لرو چې د هېواد صادرات د کال په دوهمه ربع کې په له دې نور هم زيات شي.))

مېرمن نجلا حبيب يار د افغاني توکو لوړ کيفيت د صادراتو د ډېرېدو لوی لامل وباله چې په خبره يې: (( همدا ښه کېفيت  د صادراتو د ډېرېدو سبب کېږي  چې موږ په اروپايي هېوادونو او د سيمې په بازارونو کې خپل توکي ډير وينو.))

مېرمن نجلا د چابهار بندر له لارې د افغانستان د صادراتو يادونه هم وکړه چې سږ کال ددې بندر له لارې خارجي هېوادونو ته صادرات تر سره شوي دي.

د افغانستان د صادروونکو د اتحاديې رئيس ښاغلي  محمد حسن د افغانستان د صادراتو د ډېرېدو له کبله د خوښۍ تر څنګ  د کال په دوهمه او دريمه ربع کې د صادروونکو سره د دولت د هر راز مرستې او همکارۍ غوښتنه وکړه.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو اتاق د صادراتو او صنایعو د پراختيا عمومي مديريت د ارقامو په اساس د ۱۳۹۱ کال په لومړۍ ربع کې د افغانستان د صادراتو ميزان له ۶۴ ملیونه ډالرو زیات و چې له نېکه مرغه د سږ کال په لومړۍ ربع کې ۱۰۰ مليونه ډالرو ته رسېږي. دا وده د صادراتو نږدې څلوېښت سلنه زيات والی را په ګوته کوي.

د صادراتو دا رقم د هېواد د ټولو صادراتي سکټورونو لکه غالۍ، تازه مېوې، وچه مېوه، سبزيجات، حېواني محصولات، د پنبې مالوچ او نور په کې شامل دي.

سره له دې چې د هېواد يو مهم صادراتي توکی لکه مميز د کوالټي کنټرول تصديق پاڼې د نشت له کبله د ستونزو سره مخ و، مګر بيا هم په ټوله کې د صادراتو وضعيت دپام وړ ښه شوی دی.

د هېواد د صادراتو پر زياتېدو د بېلابېلو عواملو اغېزه وه چې له دې جملې کولی شو، د طبيعي پېښو کمښت،  د تازه مېوې په حاصلاتو کې ډېرښت، د ټرانزيټ نستباً شه وضعيت او د ګاوندیو هېوادونو سره د تېر کال په پرتله د سرحدي ستونزو کمېدل دي.

د افغانستان د صادراتو مهم بازارونه، د پاکستان، هندوستان، منځنۍ آسيا، ايران، روسيه، چين، اروپا، کاناډا، آسټراليت او خليجي هېوادونه دي. چې له دې جمله ډېر صادرات د پاکستان هېواد ته تر سره شوي دي.

مګر ځينې خنډونه هم د افغانستان د صادراتو پر وړاندې وو، چې تل يې صادرات تهديد کړي. له دې جملې د ګاونډيو هېوادونو سره ټرانزيټي ستونزې کولی شو يادې کړو چې کله کله د هېواد د موسمي صادراتو او تازه مېوې د صادراتو د درېدو او يا هم ځنډېدو سبب کېږي، همدا ډول د تازه او وچې مېوې د پروسس او کوالټي کنټرول يادونه هم اړينه ده.

د ۱۳۹۱ او ۱۳۹۲ کال په لومړۍ ربع کې د افغانستان د صادراتي توکو ارزښت


ټول توکي

وچه مېوه

طبي بوټي

کانونه

حبوبات

سبزیجات

د پنبې مالوچ

غالۍ

حيواني محصولا

تازه ميوه

91 کال

14,091

11,412

17,423

11,899

0,344

1,210

0,665

0,439

3,278

0.025

92 کال

26,288

17,082

18,488

8,294

10,160

5,778

2,782

5,488

6,875

1,255


له بله پلوه د روان کال په لومړۍ ربع کې د هېواد واردات د تير کال د لومړۍ ربع په پرتله نږدې ۶سلنه را کم شوي دي. يعنې د ۱۳۹۱ کال په لومړۍ ربع کې د هېواد واردات يو مليارد ۹۸۰ مليونه ډالره وو، په داسې حال کې چې د روان کال په لومړۍ ربع کې يو مليارد او ۸۶۰ مليونه ډالرو ته رسېږي. دا کمښت په ټوله کې په بېلابېلو برخو په ځانګړې توګه د توکو، عراده جاتو او تخنيکي وسايلو د توريد په برخه کې راغلی دی.