د خيرخواه مرستندویه بنسټ د زرو اړ کورنيو لپاره خوراکي توکي ووېشل

د خیرخواه مرستندويه بنسټ د روژې مبارکې مياشت کې د خپلو مرستو په لړ کې د ۱۳۹۲ کال د چنګاښ په ۳۱مه نېټه د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو اتاق په همکارۍ د زرو بې بضاعته کورنيو لپاره خوراکي توکي وويشل.

ددې مرستو د وېش په محفل کې چې د اتاق په تالار کې جوړ شوی و، د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو اتاق د عامل پلاوي رئيس ښاغلي محمد قربان حقجو، د کابل د سوداګرۍ او صنايعو اتاق د مديره پلاوي سوداګيريز مرستيال ښاغلي حاجي همايون خواجه زاده، د اتاق د عامل پلاوي مرستيالانو او د اتاق کارکوونکو او همدا ډول لسګونه هېوادوالو ګډون کړی و.

ښاغلي حقجو د روژې په مبارکه مياشت کې غريبو کورنيو، د دولت اجيرو کارکوونکو، د شهيدانو او معلولينو کورنيو، بې سرپرسته مېرمنو  او فقيرانو ته د خيرخواه مرستندویه بنسټ له خوا د خوراکي توکو ويشل يو نيک ګام وباله او د هېواد له ټولو سوداګرو او مالدارو يې غوښتنه وکړه چې دا ډول مرستې تر سره کړي.

حقجو وویل: (( زه له ټولو سوداګرو او پانګوالو غوښتنه کوم چې د هغه غريبو او اړو افغانانو لاس نیوی وکړي، چې غریب وي، ذکات، خیرات، او صدقې ورته ورکړي او د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو اتاق ددې ډول مرستو د تنظيم او همکارۍ په برخه کې پوره چمتووالی لري.))

نوموړي همدا ډول په راتلونکو دوه اونيو کې د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو اتاق د سخاوت صندوق له خوا ددا ډول مرستو د وېش يادونه هم وکړه.

د يادولو ده چې خيرخواه خيريه بنسټ د روژې د مبارکې میاشتې له پيله تر اوسه توانېدلی ۱۴۰۰۰ اړو کورنيو ته په کابل  او ولسواليو کې خوراکي توکي وويشي چې شمير يې ۱۵۰۰۰ ټنو ته رسېږي.

ددې مرستو په هره بسته کې د ۵۰۰۰ افغانيو په ارزښت توکي دي او په ټوله کې يې د روژې له لومړۍ نېټې تر اوسه د يو مليون او پنځه سوه زره ډالرو په ارزښت مرسته کړې. هرې کورنۍ ته دوه پنځوس کيلويي بورۍ اوړه، لس کيلو وريجې او يوه لس کيلويي بوشکه غوړي او د خرما يو ډبی شامل وو.