د پانګونې د ملاتړ پاليسي تصويب شوه

دلېږد په دوره او د تحول په لسيزه کې د پانګونې د راجلبولو د ملاتړ په موخه هغه پاليسي چې له څه مودې را هيسې د وزيرانو په محترمې شورا کې د خبرو اترو لاندې وه، تصويب شوه. دا خبره د افغانستان د ماليې وزير ښاغلي حضرت عمر زاخيلوال په هغه خبري ناسته کې وکړه چې د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو اتاق له خوا د همدې پاليسۍ د اعلان په موخه جوړه شوې وه.

د پانګونې د هڅونې پاليسي په پنځه عمده سکټورونو لکه صنايع، ودانۍ، د صادراتو پراختيا، کرنې او کانونو باندې متمرکزه ده.  دا پاليسي ددې عمده سکټورونو د پراختيا لپاره د لازمو اسانتياو رامنځته کولو ، د پانګونې د هڅونې او له هېواده د پانګې د فرار د مخنیوي، د تلپاتې کاري فرصتونو د رامنځته کولو ، د خصوصي  او عامه سکتور تر منځ د همغږۍ او باور د فضا رامنځته کولو او د نړېوالو مرستو د کمښت له کبله د هېواد د اوسېدونکو د اندېښنو راکمولو په موخه جوړه شوې ده.

په دې کنفرانس کې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو اتاق د عامل پلاوي رئيس ښاغلښ محمد قربان حقجو ددې پاليسۍ د ارزښتونو شمېرلو تر څنګ وویل: (( په تېره يوه لسیزه کې د افغانستان اقتصاد په بهرنيو مرستو متکي و. نړېواله تجربه ښايي چې مرستې هېڅ کله یوه تلپاتې اقتصادي ټيکاو نه شي را وستلیو بلکې یواځې د جنګ ځپلو هېوادونو لپاره مسَکن ثابتېدلی شي. مګر هغه څه چې د اقتصادي ودې او پراختيا سبب کېږي، د حکومت له خوا د يوې ځانګړې سټراټيژۍ جوړول او د خصوصي سکټور د فعاليتونو او پانګونې لپاره د يو ماسب چاپيریال رامنځته کول دي.))

ددې پاليسۍ له مخې هغه کسانو ته زيات امتيازونه په پام کې نيول شوي چې د لېږد په دوره او يا هم د تحول په لسيزه کې په هېواد کې پانګونه کوي. چې په لنډ ډول په لاندې توګه دي:

د صنعت سکټور

  • د صنعتي فعاليتونو لپاره د ځمکې ورکول: هغه پانګوال چې له يو مليون ډالرو زياته پانګونه وکړي، کولی شي د پانګونې لپاره په وړاندې ټاکل شويو سيمو کې دولتي ځمکه تر لاسه کړي.په صنعتي ښارګوټو کې ځمکې په تمام شوي نرخ او په لس کلنه قسطونو ورکول کېږي او په دولتي تصديو کې تر ۳۰ کلونو پورې د ۵ کلونو لپاره د اجارې په معافيت سره ورکول کېږي.
  • تر لسو کلونو پورې د ښاري پاکوالي او موضوعي ماليې پرته له نورو ټولو ماليو معافيت،
  • د تمام شوي نرخ يوه افغانۍ پورته د برېښنا ورکول،
  • په يوه دولتي بانک کې د يوه سل مليون ډالري صندوق جوړول او پانګووالو ته د ۵۰۰ زره تر يو مليون ډالرو د پور کول چې ټکټانه يې تر ۶سلنه په پنځو تر لسو کلونو کې ور کولی شي.
  • د تجهيزاتو او ماشينريو ګمرکي معافيت او پر خامو موادو یواځې یو سلنه ګمرکي محصول.

د ودانۍ سکټور:

  • د ودانيز جواز اخيستلو د پروسې ساده کول( ښاروالۍ بايد داسې فورموې جوړې کړي چې د جواز د صادرېدو لپاره د شپږو لاسليکونو زياتو ته اړتيا نه وي او په ۲۱ ورځو کې بايد صادر شي.)
  • د هغه سوداګريزو ملکيتونو پلورل چې د ښاروالۍ ملکيتونه وي(  يو جريب ځمکه په کابل کې د پنځه مليونه ډالرو او په ولایتونو کې د دوه مليونه ډالرو په ارزښت.)
  • په هغه صورت کې چې پانګونه په کابل کې دوه مليونه ډالره او په ولايتونو کې يو مليون ډالر وي، د سيمې او او ښار د موقعيت په پام کې نيولو سره د اوسېدوې يا رهایشي ساحو د شرایطو تعديل د تجارتي ساحو په شرايطو باندې.

د صادراتو پراختيا

  • صادروونکو لپاره په وړيا توګه د ځمکې ويش په ځانګړې توګه هغه کسانو لپاره چې د خوراکي توکو، ودانۍ، وچې او تازه مېوې، غاليو، حيواني محصولاتو او نورو ټولو داخلي توليداتو په برخه کې کار کوي. ( د هر يو مليون ډالر لپاره دوه جريبه ځمکه په وړيا توګه)
  • د ښاري پاکوالي او موضوعي مالياتو پرته د لسو کلونو لپاره مالياتي معافيت؛
  • د تمام شوي نرخ يوه افغانۍ په لوړه بيه د برېښنا ويش،
  • په يوه دولتي بانک کې د يوه سل مليون ډالري صندوق جوړول او پانګووالو ته د ۵۰۰ زره تر يو مليون ډالرو د پور کول چې ټکټانه يې تر ۶سلنه په پنځو تر لسو کلونو کې ور کولی شي.
  • د غاليو او نورو لاسي صنايعو د بازار موندنې لپاره اسانتياوې برابرول،

د تجهيزاتو او ماشينريو ګمرکي معافيت او پر خامو موادو یواځې یو سلنه ګمرکي محصول.

د کرنې سکټور

  • د کرنې وزارت له خوا هغه کسانو ته چې يخ خونو، ګل خونو او د خوراکي توکو د پروسس په برخه کې پانګونه کوي، د پنځو لومړيو کلونو لپاره د اجارې د معافيت سره تر ديرش کلونو پورې د ځمکې اجاره ورکول(د هرو پنځه سوه زره ډالرو لپاره دوه جريبه ځمکه)
  • د هغه پانګوالو لپاره چې له لس مليونه ډالرو زياته پانګونه کوي، د ديرش کلونو لپاره د لسو لومړيو کلونو د اجارې د معافيت سره د ځمکې اجاره ورکول،
  • اجاره زمین برای سرمایه گذاری های کوچک و متوسط الی 15 سال و معافیت پرداخت اجاره برای 2 سال اول؛
  • د هغه پانګوالو لپاره چې د ۲۰۱۴ کال تر پايه يې پانګونه ګټې اخيستنې ته رسېږي، د لسو کلونو لپاره پر مالياتو د عايداتو معافيت،
  • په يوه دولتي بانک کې د يوه سل مليون ډالري صندوق جوړول او پانګووالو ته د ۵۰۰ زره تر يو مليون ډالرو د پور کول چې ټکټانه يې تر ۶سلنه په پنځو تر لسو کلونو کې ور کولی شي.

د کانونو سکټور

  • د ګمرکي محصول څخه د کاني توکو د استخراج د ماشينونو او تجهيزاتو  معافيت،
  • د هغه وړو او منځنيو کانونو لپاره چې موده يې تر لسو کلونواو د سوداګرۍ ميزان يې تر دوه مليونه ډالرو پورې وي، په دې شرط د داوطلبۍ نه ترسره کول چې سوداګريز او عملياتي پلان يې د کانونو د کمېټې له خوا منظور شوی وي.

سربېره پر دې دا هڅونکي پاليسي دولتي بنسټونه مؤظفوي چې په پلي کېدلو کې يې هڅه وکړي، د بېلګې په توګه د بهرنيو چارو وزارت بايد د یو کلنې کثيرالدخول ويزې ورکولو په برخه کې د پانګوالو سره همکاري وکړي. د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو اتاق بايد د سوداګريزو شخړو او منځګړيتوب د یوه مرکز جوړولو له لارې ستونزو ته رسيدګي وکړي.  د پانګونې عالي کميسون، د کرنې وزارت او آيسا اداره بايد د ځمکو د وېش لړۍ چټکه کړي. مرکزي بانک بايد هغه څلور سوه مليونه ډالره امانتونه چې په نړېوالو بانکونو کې يې ايښي دي، هېواد ته راوړي او په یوه دولتی بانک کې يې د امانت په توګه وساتي، اړوندې ادارې بايد د سوداګريزو جوازونو د صدور صلاحیت آیساادارې ته ورکړي، پرعایداتو ماليات بايد د ټولو کرنيزو، صنعتي او د صادراتو د پراختيا د فعاليتونو لپاره له ۲۰ سلنې ۱۰ سلنې ته را ښکته شي.  ټول پانګوال چې غواړي د له نورو لارو لکه لمري برېښنا، بادي برېښنا له لارو د برېښنا د توليد په برخه کې فعاليت وکړي، ټول وسایل او تجهيزات يې له ګمرکي محصوله معاف دي.

د ويلو ده چې ددې پاليسۍ پلي کول، د ځينو قوانينو او مقررو تعديلولو ته اړتيا لري. له دې کبله د ماليې وزير يادونه وکړه، له دې کبله چې دا پاليسي د يوې ځانګړې دورې لپاره ده، نو جمهور رئيس به د ولسي جرګې د دوبنيو رخصتيو په لړ کې دا مواد او مقررې د یوه تقنيني فرمان له مخې تعديل کړي.

په هېواد کې د خارجي پروژو د کمېدا بهير ته په پام سره او هغه پانګوالو ته چې د خارجي هېوادونو په پروژو کې بوخت دي، دا پاليسي

ورته يو ځانګړې لاره ورمعرفي کوي. د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو اتاق تمه لري چې دولتي چارواکي ددې پاليسۍ د پلي کېدو په برخه کې له هېڅ هڅې او هاند دريغ ونه کړي. چې افغانستان د تحول په لسيزه او له هغې وروسته يوه پايداره اقتصاد ته ورسېږي.