وزيرانو شورا بايد د مستعملو موټرونو په اړه يوه عادلانه پرېکړه وکړي

په دې وروستيو کې د وزيرانو شورا پرېکړه کړې، ټول هغه موټرونه، چې ماډل يې لس کاله وړاندينی دی او وړاندې ګمرکونو ته راوړل شوي وي، بايد  د پرزو په شکل محصول او طی مراحل شي. دا په داسې حال کې ده، چې مخکې دوزيرانو شورا اقتصادي کمېټې پرېکړه کړې وه، هغه موټرونه، چې د آپټا قرارداد له کبله د راولاړو شويو ستونزو  په وجه له شپږو مياشتو را هيسې په کراچۍ کې بند پاتې دي بايد محصول او طی مراحل شي.

دا مستعمل موترونه، چې نږدې 4000 عرادو ته رسېږي، له شپږو مياشتو راهيسې د کراچۍ په بندر کې د آپټا قرار داد له کبله د راولاړو  شويو ستونزو په وجه بند پاتې دي. کله ، چې دا موټرونه د کراچۍ بندر نه  د ډيمريج په نوم د زياتو لګښتونو نه وروسته پرېښودل شول،  هغه وخت افغانستان ته ورسېدل، چې د وزيرانو شورا د اقتصادي کمېټې  له پرېکړې دوه مياشتې اووښتې وې.

له دې کبله د افغانستان د سوداګرۍ صنايعو اتاق د يو شمېر واردوونکو په شمول  يو ګډ خبري کنفرانس جوړ کړ. په دې کنفرانس کې د اتاق د مديره پلاوي لومړي مرستيال ښاغلي خانجان الکوزي د وزيرانو له محترمې شورا غوښتنه وکړه، چې په خپله پرېکړه له سره کتنه وکړي او يوه عادلانه پرېکړ ه تر سره کړي. ښاغلي الکوزي د مستعملو موټرونو د توريد په اړه د وزيرانو شورا پرېکړه د قدر وړ وبلله، خو  يادونه يې وکړه، چې دا پرېکړه بايد د ټولو هغه موټرونو په  برخه کې، چې ماډلونه يې له شلو کلونو هم ډېر ښکته دي او اوس په افغانستان کې چلېږي  پلې شي. نوموړي وويل : (( اوسمهال له ۱۱۰۰۰ زيات پاکستاني لاس موټرونه، چې ماډلونه يې ۱۹۸۰ ته رسېږي په کابل ښار کې چلېږي، په داسې حال کې، چې کوم موټرونه اوس په ګمرک کې بند دي ماډلونه يې ۲۰۰۲ ته رسېږي.))

نږدې درې مياشتې وړاندې د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو اتاق د وزيرانو شورا د اقتصادي کمېټې نه غوښتنه وکړه، چې په دې برخه کې يوه پرېکړه وکړي. له دې کبله د وزيرانو شورا اقتصادي کمېټې ، چې د ماليې وزارت دې د هغه موټرونو اسناد طی مراحل کړي، چې د  بېلابېلو لاملونو له کبله د کراچۍ په بندر کې بند پاتې شوي وو.

ماليې وزارت په يوه اونۍ کې دا پرېکړه عملي کړه، مګر له يوې اونۍ وروسته  يې په دې برخه کې د وزيرانو شورا نه د وروستۍ پرېکړې غوښتنه وکړه. او وروسته د وزيرانو شورا پرېکړه وکړه، چې ددې موټرونو لپاره هېڅ يو يې نه استثنا کوي او بايد ټول موټرونه د پرزو په توګه محصول او طی مراحل شي.