د هندوستان په دهلي ښار کې د افغانستان لپاره د پانګونو د جذب کنفرنس جوړ شو

د روان کال د چنګاښ په اتمه نېټه د هندوستان د دهلي ښار د افغانستان لپاره د پانګونو د جذب د کنفرانس کوربه و. په دې کنفرانس کې، چې د دواړو هېوادونو د حکومتونو  او د هندوستان د صنايعو د کنفدراسيون په همکارۍ جوړ شوی و، له افغانستانه نږدې ۳۵۰ تنو  ۱۳۰ تنو له هندوستانه، د چين، آلمان، فرانسې، جاپان، پاکستان، ترکيې، ايران، او امريکا په شمول له ۳۰ هېوادونو  ۷۰ نړېوالو شرکتونو په کې برخه اخيستې وه.

په دې ناسته کې د افغانستان په استازيتوب د بهرنيو چارو، سوداګرۍ، ماليې، کانونو، کرنې،  مخابراتو، عامې روغتيا وزيرانو، د سوداګرۍ او صنايعو اتاق، آيسا ادارې او د خصوصي سکټور يو شمېر استازو  برخه اخيستې وه.

په نوي دهلي کې د افغانستان لپاره د پانګونې د جذب په دې ناسته کې د خصوصي برخو او دولتي استازو، په افغانستان کې د  پانګونې  په موجودو فرصتونو خبرې وکړې.

د هند د بهرنيو چارو وزر اس ام کرشنا په دې ناسته کې په افغانستان کې د بهرنيو پانګونو د زياتېدا غوښتنه وکړه. نوموړي همدا ډول  له افغانستان د بهرنيو ځواکونو د وتلو وروسته د هندي شرکتونو اندېښنو ته اشاره وکړه، خو ټينګار يې وکړ، چې که شرکتونه په ټوليزه توګه پانګونه وکړي، امنيت به ټينګ شي. هغه ټينګار وکړ،  چې د افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو وتل بايد ددې هېواد د پرمختګ خنډ نه شي او بايد بيا د افراطي کړيو  د راپيدا کېدلو زمينه برابره نه شي.

په دې ناسته کې هندي سوداګرو هم وړ انديز درلود، چې په اساسي برخو، لکه پوهنه، عامه روغتيا، کانونه او تخنيکي مسايلو په برخه کې پانګونه وکړي. همدا ډول وويل شول، چې هندوستان بايد د ښځينه سوداګرو او پانګوالو هم  ملاتړ وکړي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزير ښاغلي زلمي رسول په دې ناسته کې د هېواد د پانګونې په برخه کې ستر خنډ د امنيت نشت وباله ، مګر زياته يې کړه دولت يې پرېکړه کړې، چې د ټيکاو په موخه به د هېواد په ټولو ولايتونو کې امنيت راولي.د ښاغلي رسول په خبره افغانستان غواړي د خصوصي پانګونو په ډېرېدو سره د خارجي مرستو پورې تړاو يې را کم شي.

د هند د بهرنيو چارو وزارت دا ناسته د افغانستان لپاره ګټوره وبلله او دا ناسته دافغانستان د خلکو او دولت سره  اوږدمهاله مرستو سره د همغږۍ په موخه   جوړه شوې وه، چې د هغې پر بنسټ به يې افغانستان د يوه آرامه، کثرت ګرا، ډيموکراټيک او خوندي چاپيريال خاوند شي.

ددې ناستې په پای کې د نړېوالې ټولنې غوښتنه وشوه، چې  په پراختيايي برخه کې همکار هېوادونه بايد له افغانستان سره همکاري وکړي.

په هغه پرېکړه ليک کې، چې ددې ناستې په پای کې وړاندې شو، د افغانستان حکومت څخه غوښتل شوي، چې په خپل اقتصادي او مديريتي سيسټم کې د زياتو پانګونو د تر لاسه کولو لپاره اصلاحات راوړي.