د کسبګرو او لاسي صنايعو نړېواله ورځ ولمانځل شوه

په هغه محفل کې، چې د کسبګرو او لاسي صنايعو د نړېوالې ورځې په مناسبت د ۱۳۹۱ کال د غبرګولي د مياشتې په ۲۱مه نېټه د افغانستان نوين په هوټل کې جوړ شوی وی، د کسبګرو او لاسي صنايعو د ملي اتحاديې مشرتابه پلاوي، د اتاق د عامل پلاوي رئيس، د اطلاعاتو او فرهنګ، ماليې او سوداګرۍ وزارت  او د کابل ښاروالۍ معتبره استازو او د انجمنونو، او لاسي صنايعو د اتحاديو په لسګونه تنو مسؤلينو په کې برخه اخيستې وه.

د کسبګرو د ملي اتحاديې رئيس ښاغلي محمد حسن سپاهي ملمنو ته د ښه راغلاست تر څنګ وويل: (( د ډېرې خوښۍ او خوشالۍ ځای دی، چې د هېواد په تاريخ کې مو د کسبګرو په نوم د غبرګولي شلمه په تاريخي او ملي ورځو کې يوه بله ورځ هم زياته شوه. د وزيرانو محترمې شورا او له اقتصادي کمېټې يې مننه کوو، چې زموږ وړانديز ته يې لبيک وويل او دا ورځ يې د کسبګرو د ملي ورځې په نوم ونوموله.  په واقعيت کې دا هغه حق دی، چې کسبګرو او صنعتکارانو په موږ لاره او لازمه ده، چې د هېواد د لاسي صنعتکارانو او کسبګرو څخه مننه وکړو او ورځ يې ولمانځو.))

داتاق د عامل پلاوي رئيس ښاغلي محمد قربان حقجو د افغانستان په څېر هېوادونو کې د کوچنيو پانګونو ارزښت زيات وباله او هغه د هېواد د خلکو لپاره د کار ښه ځای وباله ويې ويل : ((  په ځان بسنه د اقتصاد له نظره  په اقتصادي پاليسيو کې يو مهم او فوق العاده فکټور دی. د  اقتصاد پوهانو او چارو د مسؤلينو ټوله هڅه دا وي، چې  په يوه بازار کې د يوه ځانګړي توکي عرضه څنګه ډاډمنه او خوندي کړي. ايا دا محصول په داخل کې توليدېدلی شي او يا له خارج څخه وارد شي؟))

ښاغلي حقجو د هېواد د سوداګرۍ د منفي بېلانس په اړه، چې  د هېواد ۹۵ په سلو کې سوداګري تشکيلوي  اندېښنه وښوده او هغه يې د هېواد په زيان وباله.

نوموړي اندېښنه وښوده، چې زموږ صادرات ډېر کم او واردات مو ورځ په ورځ زياتېږي، په داسې حال کې، چې موږ بايد له وارداتو بې نيازه شو.

ښاغلي حقجو زياته کړه : (( زموږ په هېواد کې اړتيا ډيره ده، موږ بايد دا اړتياوې پوره کړو.  بايد د چارو مسؤلين په دې اړه يوه ناسته ولري او په دې برخه کې بحث وکړي، چې څنګه کولی شي دا اړتياوې پوره کړي او څنګه کولی ش يو جنس، چې ورته اړتيا وي په کمه بيه او ښه کيفيت سره د خپلو خلکو لپاره برابر کړي.)

حقجو وويل، که مو په دې فکر کې اوسو، چې تل دې  خام مواد صادر کړو،  زموږ وچه او تازه مېوه دې پروسس نه شي، زموږ کاني ډبرې دي په غېر مسلکي او  نامعياري توګه منفجرې شي او خارج ته صادر شي،  زموږ غالۍ دې په نيمه وينځلي حالت پاکستان ته صادرې شي،  پوستکی او کولمې دې په غېر پروسس شوي حالت بهر ته صادر شي، نو دا صادرات نه دي. د هغه په خبره  صادرات هغه وخت کولی شي، د يو هېواد په غوړېدا کې ستره ونډه واخلي،  چې د يو محصول لپاره د بيې د لوړېدو پروسه په ځانګړې توګه د يوه هېواد په جغرافيه کې تر سره شي.

د ښاغلي حقجو په خبره، د صادراتو د ودې لپاره د توليداتو د پروسس زمينه په سټنډرډ سيسټم برابره شي، زموږ ميوه بايد د جوس او سنټډرډ بسته بندۍ له لارې صادره شي. له دې لارې به خلکو د کار ځای پېدا شي.

ښاغلي حقجو په هېواد کې د صنعتکارانو شمېره ۵۰۰ تنه وښودله، چې له ۸۰ سلنه  ډېر يې د آيسا ادارې څخه د جواز فعاليت اخيستی.

هغه د افغانستان لاسي صنايع، چې د کورنۍ سوداګرۍ سره  يې تشبيه کړه او له دولته يې وعوښتل، چې د کسبګرو سره د خپلو مرستو په خاطر ډېره هڅه وکړي.

دهېواد د پښانو( آهنګرانو) يو تن حاجي محمد آصف، چې د کسبګرو د ملي اتحاديې له خوا ترې د هغه د ښو کارونو له امله ستاينه وشوه، د بازار د اقتصاد مجلې سره په خبرو کې وويلي : (( له لسګونه کلونو را هيسې د پښۍ کسب کوم، مګر هغه ستونزې، چې ورځ تر بلې راته خنډ کېږي ددی سبب شوي، چې خپل بازار له لاسه ورکړو.  موږ له يوه پلوه د خامو موادو په ځانګړې توګه وسپنې او ډبرو سکرو سره مخ يو او له بله پلوه  له پاکستان، ايران او چينايي بازارونو څخه  د بېکيفيته توليداتو واردېدلو سره زموږ پېرېدونکي کم شوي دي.

د پېغام عزيزي  د لاسي صنايعو شرکت  رئيسه، آغلې سارا پېغام په دې محفل کې له ګډونکوونکو څخه وه. مېرمن پېغام، چې  ددې سالون په يوه مېز يې خپل لاسي او سوزني صنايع نندارې ته وړاندې کړي و، ددې ډول محفلنو تر سره کول ښه وبلل. مګر يادونه يې وکړه، چې په دې محفل کې له شلو زياتو کوچنيو پانګوالو خپل توليدات او لاسي صنايع د نندارې لپاره وړاندې کړي و. او له دې کبله، چې دې محفل ته لږ ميلمانه را بلل شوي و، له کې کبله ددې تمه نه کېږي،  چې زموږ محصولات دې وپلورل شي.

نوموړې وويل : ((  په داسې محافلو کې، چې د لاسي صنايعو نندارتون ته ورته وي، بايد لږ تر لږه د درې ورځو لپاره د خلکو پر مخ پرانستل شوي وي،  چې موږ وکولی شو د کسبګرو او صنعتکارانو د نړېوالې ورځې د معرفي کولو تر څنګ خپل توليدات او لاسي صنايعو هم و خرڅ کړو، چې له يوې خوا به خپلې موخې، وړانديزونه او ستونزې بيان کړو او له بله پلوه به خپل توليدات هم خرڅ کړو.))

د جون لسمه يا د غبرګولي ۲۰مه د لاسي صنايعو د نړېوالې ورځ سره برابره ده. د وزيرانو محترمې شورا د غبرګولي اوولسمه نېټه د کسبګرو ملي ورځ هم د لاسي صنايعو د ورځې سره ادغام کړه.

په ۱۳۴۳ کال کې  په نېويارک کې د لاسي صنايعو کنګره د ۴۰ هېوادونو په ګډون رامنځته شوه، چې په پايله کې د يونسکو په چوکاټ کې د لاسي صنايعو شورا رامنځته شوه.  د دې شورا له رامنځته کېدو څخه موخه د ټولې نړۍ په کچه د لاسي صنايعو په مينځ کې د همغږۍ راوستل و.  دا شورا اوس مهال له ۹۰ زيات غړي لري، چې افغانستان يې هم د غړو له ډلې دی.