زرغونه وليزاده د سوداګرۍ په برخه کې د فعالې او پرمختللې افغانې مېرمنې په توګه وپېژندل شوه

مېرمن زرغونه وليزاده د تکتاز ګروپ او همدا ډول د M&M او دغه رنګ د کابل دسوداګرۍ او صنايعو اتاق مديره پلاوي  غړې په دې وروستيو کې پّ اروپا کې د پرمختللې او فعاله افغانې سوداګرې مېرمنې په ټوګه  وپېژندل شوه.

په دې وروستيو کې هغه نړېوال کنفرانس، چې د بشري حقونو او مېرمنو په اړه  د نړۍ د بېلابېلو مېرمنو په ګډون په هالنډ کې تر سره شو، څلور افغان مېرمنې  هر يوه د تکتاز ګروپ مشره  زرغونه وليزاده، د ولسي جرګې د دفاعي چارو د کميسون مشره شکريه بارکزۍ،  د افغانستان د بشري حقونو د مستقل کميسون مشره  ډاکټر سيما ثمر او د ولسي جرګې د ښځو د چارو مشره مريم کوفي د فعالو او پرمختللو افغانو مېرمنو په توګه وپېژندل شوې.

د افغان – اروپا  نړېوال کلتوري او بشرپال مرکز مهرباني کړې او  د 252 مورخ 2012/04/15 ګڼه مکتوب یی د افغانستان د سوداګرۍ  او صنايعو اتاق ته استولی، په  راپور کې ددې موضوع تر څنګ مېرمن وليزاده ته د درې نورو غيابي ستايلنلیکونو يادونه هم شوې ده.

ددې راپور په یوه برخه کې راغلي:  (( د هالنډ شاهي دولت د بهرنيو چارو وزارت  دې کنفرانس ته يو پېغام استولی و. په دې پیغام کې د تکتاز ګروپ مشره او د کابل د سوداګرۍ او صنايعو اتاق د مديره پلاوي غړې مېرمن زرغونه وليزاده د سوداګرۍ په برخه کې د فعالو افغان مېرمنې په توګه اعلام شوې ده. په دې پیغام کې د مېرمن وليزاده د ستايلو او هر کلي تر څنګ داکتر سیماثمر، مريم کوفي او شکريه بارکزۍ هم د افغانستان د فعاله او غښتلو مېرمنو په توګه پيژندل شوي دي.  د مېرمن مليزاده او نورو درې تنو مېرمنو په اړه ياد پېغام په هالنډ کې د ښځو  او بشري حقونو په نړېوال کنفرانس  کې وارول شو،  چې د کنفرانس د زیاتو ګډونوالو له خوا یې هر کلی وشو.))

په راپور کې راغلي: (( ددې درې نړېوالو ستاينليکونو په اړه، چې  په رسمي توګه ثبت او راجستر شوي، اغلې مېرمن وليزاده ته په اروپا کې د بېلابېلو بنسټونو له خوا ورکول شوي دي، چې په کابل کې د اتاق د محترم رياست په همغږۍ به ورته ورکول شي. د يادولو ده، چې  همدا ډول  مېرمن وليزاده ته د (مبتکرې او فعالې افغان مېرمنې) لقب هم په غياب کې ورکول شوی دی.))

د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو اتاق  افغان مېرمنو  ته په ځانګړې توګه مېرمن زرغونه وليزاده، داکټر سیما ثمر، مريم کوفي او شکريه بارکزۍ ته  ددې مقام د تر لاسه کولو مبارکي وايي او د لا زياتو برياوو هيله ورته کوي.

مېرمن زرغونه وليزاده يو له تجربه کارو او برياليو افغان مېرمنو څخه ده، چې  له ۱۹۹۰ کال را هيسې د سوداګرۍ، ځمکني، هوايي او بحري ټرانسپورټ، لوژیستيکي خدمتونو،  ګمرکي خدمتونو او  بندري خدمتونو  کې  د پام وړ فعاليت کړی. وليزاده د يوې تکړه او فعالې مېرمنې په توګه  د افغان مېرمنو په منځ کې  په سختو شرایطو کې يو ځانګړی ځای لري.