د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د مختلفو توکو واردوونکو سوداګرو سره لیده کاته وکړل

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي د دارلانشاء رئیس ښاغلي خان محمد سرفراز باز، د عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي شفیق الله عطايي، د کاپيسا د سوداګرۍ او پانګونې اتاق رئیس ښاغلي فدا محمد سروري د خوراکي موادو او مختلفو توکو واردوونکو سره د اتاق د کنفرانسونو په تالار کې د لیدنې په ترڅ کې، د دوی د شتو ستونزو په اړه خبرې اترې وکړې.
 
د مختلفو توکو واردوونکو په ګمرکونو کې د خپلو ستونزو په اړه خبرې وکړې او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي څخه يي وغوښتل چې د اړوندو ګمرکي ادارو سره د همکارۍ او همغږۍ په پایله کې یادو ستونزو ته د پای ټکی کیږدي.
 
همدارنګه، د خوراکي توکو واردوونکو مالیاتي چارو تصفیې برخه کې شتو ستونزو ته د اشارې کولو ترڅنګ، د لومړنیو انوایسونو پر بنسټ د مالياتي چارو تصفيې غوښتنه وکړه او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي څخه يي وغوښتل چې د اړوندو ګمرکي او مالیاتي ادارو سره د همکارۍ او همغږۍ په پایله کې یاده ستونزه له منځه ویسي.
 
ښاغلي خان محمد سرفراز باز سوداګرو او واردوونکو ته د ښه راغلاست او د دوی د ستونزو له اوریدو وروسته وویل " د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د هېواد د ټولو سوداګرو ګډ کور دی. موږ اړوندو حکومتي ادارو سره د همکارۍ په پایله کې ستاسو ستونزو ته د پای ټکي کیښود ډاډ درکوو او ژمنه کوو چې په یاده برخه کې به خپلې هیڅ ډول مرستې او همکارۍ ونه سپموو."
 
ښاغلي عطايي د سوداګرو ستونزو حل برخه کې د اتاق د همکارۍ ډاډ ورکولو ترڅنګ، له سوداګرو وغوښتل چې خپلې ستونزې په لیکلې بڼه د اتاق سره شریکې څو اتاق د اړوندو حکومتي ادارو مسؤلینو سره په ناستو کې مطرح او د حل مناسبې لارې چارې ورته ولټوي.